د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د مسلې حل، له غلام غوث وزیري سره مرکه


غلام غوث وزیري ډیر کالونه د افغانستان د پخواني پاچا مرحوم ظاهرشاه مشاور او د هغه د دفتر ریس و. د افغانستان د روانو حالاتو او د ستونزو د هواري په باب له هغه سره مرکه کړې ده.

پوښتنه: د افغانستان دغه روانه وضع څنگه ارزیابی کوۍ؟

ځواب: د بن د موافقی اته کاله وشول. ددی موافقی موادودافغانستان خلکو او نړیوالی ټولنی ته د جنگ د ختمولواود گران هیواد د بیاودانولولپاره امیدونه پیدا کړل.خوکه تیرو انکشافاتو

ته صادقانه کتنه وشی، نو دا په ډاگه کیږی چه نه یواځی د بن د موافقی نه پیداشوی هیلی او امیدونه عملی نه شول ، بلکه د هری ورځی په تیریدوسره د هیواد په گوټ گوټ کی د ملک سیاسی، نظامی، اقتصادی او ټولنیزه وضع مخ په خرابیدوخرابیدوده.

پوښتنه: وزیری صاحب ، عوامل څه دی؟ ولی حالات داسی شول؟

ځواب: د بن د موافقی موادوته پاملرنه ونه شوه. د هغو په خلاف عمل د افغانستان وضع لا پسی خرابه کړه. په خواشینی سره دا خبره په زغرده کوم چه د هماغه لومړی ورځی را پدیخوا د غرض لاسونود بن د موافقو په خلاف عمل کړیدی.

ددغوغلطواقداماتوله امله، متاسفانه جگړه اودهشت اچوونه مخ په زیاتیدو ده. په داخل اوخارج کی د یوی سوکاله ورځی امید له منځه تلونکی دی.

همدغه رازددغه جنگ ځبلی ملک د بیاودانولودپاره د نړیوالی ټولنی اقتصادی مرستی په بی ساری توگه مخ په کمیدو دی. نوددغه بحرانی حالت په نظرکی نیولو سره مونږه باید په چا باندی اعتراض ونه کړو، بلکه د ملک د بیا ودانولواود امنیت د راوستو دپاره ټینگ اوسالم اقدامات وکړو.

پرته له دی به، د افغانستان د جگړی د مخ په زیاتیدونکی اور،لمبې، نه یواځی ددغه ملک نوروبرخوته خپری شی، بلکه غونډه سیمه به ،په دی لمبوکی په بی ساری توگه وسوځی.

پوښتنه: وزیری صاحب! کیدی شی دغه مسله توضیح کړی چه ولی دغسی یو حالت راغی؟

ځواب: دا چه ولی داسی وشول او څوک ددی مسول دی، زه باید په ډاگه تاسو ته ووایم چه ټول مسایل به زر وطنوالو ته توضیح اوتشریح شی. خواوس زما ویره داده چه په موجوده حالاتوکی به اعتراض اوانتقاد د سولی اود امنیت د اعادی لپاره د گټی په ځای تاوان وکړی. دا کارمونږه له هدف نه لیری کوی اوستونزی مولا زیاتوی.

پوښتنه: وزیری صاحب! کیدی شی چه اشتباوی اوغلطۍ لږی توضیح کړی؟

ځواب: د ناکامیواصلی عامل د بن د موافقی نه عدول اوسرغړونه ده. داسرغړونه په نظآمی سیاسی،اقتصادی اوټولنیزوساحوکی وشوه. ملت او د اولس رښتینواستازوته اجازه ورنکړل شوه چه په سیاسی اواجتماعی فعالیتونوکی برخه واخلی،اود دولت د مختلفومرحلود تشکیل په برخه کی، د لویی جرگی د صحیح اوعنعنوی دایریدودپاره اود نورودولتی فعالیتونو په برخه کی د هغوی سره مشوره ونه شوه.

د ملک اقصاد د کوکنارو په تولید متکی شو. لنډه دا چه، بی کفایتی، اداری فساد،رشوت ، خیانت بی وزلی، بیکاری، قصدا د پولیسواوپوځی قواوو نه جوړیدو، بزگرواوکروندگروته د کوکناروپه ځای د یواقتصادی بدیل نه پیداکولو ستونزی، ورځ په ورځ زیاتی شوی، اوحالات په نظامی، سیاسی اواجتماعی ډگرونوکی ډیربحرانی شول.

پوښتنه: وزیری صاحب ! ستاسوپه نظر اوس داسی کومه لاره شته چه افغانستان ددی حالت نه راووځی؟ځواب: لکه مخکی می چه څرگنده کړه، د بن د موافقی د موادو په خلاف عمل کول، چه په افغانستان کی داوضاع د خرابیدوموجب شوه، د ملک ددغه بحران اصلی وجه ده.

د بن په موافقه کی د افغانستان د معضلی حل په هراړخیزه، علمی، او روښانه توگه توضیح شویدی. خومتاسفانه لکه څنگه چه لازمه وه هغسی پری عمل ونه شو. د ١٩٨٠ کال راپدیخوا د ملک په داخل اوخارج کی زیاتره افغانان د لویی جرگی پلویان وو، او اوس هم دی.

لویه جرگه د افغانانوداسی یوعنعنوی او ملی قانون دی چه د تاریخ په اوږدو کی د شخړواوجنجالونود حل لپاره ورنه د یوی موثری وسیلی په توگه کار اخستل شویدی، اوافغان ولس بی له کومی استثنا ورنه گټوری استفادی کړیدی.

د ١٩٨٥ کال په شاوخوا کی څوموثری قومی جرگی د افغانومهاجرو په کمپونو کی جوړی شوې. په دی جرگوکی مرحوم ډاکترمحمد یوسف خان، وروسته د روم هیات ډاکټرعبدالستار سیرت اوصمد حامد، ورپسی د اروپا نه د ملگروملتونو په مرستی مرحوم محمد یوسف خان، مرحوم سید شمس الدین مجروح، محترم سلطان محمود غازی او ستارسیرت په جرگوکی برخه واخسته.

د ١٩٨٩کال نه وروسته په افغانستان کی ډیرتحولات راغلل، اوهمدارنگه د اسلام اباد، استانبول، فرانکفورت اویو ځل بیا په جرمنی کی څو جرگی جوړې شوی.

ټیک ،١٩٩٠ کال ؤ چه ډاکتروحید وحیداله، د نړیوالواړیکود یو افغان کارپوه په حیث د سولی یوعملی پلان چه،اساسی محور یی د افغانستان د لویی جرگی دایرول و، د افغانستان پخوانی باچا مرحوم محمد ظاهرشاه ته وړاندی کړ. په دی پلان کی چه وروسته د محمد ظاهرشاه د سولی په درې فقره ایز،پلان مشهورشو، د سولی،امنیت او د افغانستان د بیا ودانولوچاری په هراړخیزډول سنجول شوی وې.

باید څرگنده کړم چه د سولی دا هراړخیزپلان د، ډاکټروحید وحیداله اومرحوم ظاهرشاه ترمنځ په روم کی پس له څوتفصیلی ملاقاتونو، د پخوانی باچا د تایید وړوگرځید ،او، ورسته د روم د پلان په نوم مسما شو. ډاکټروحیداله په دغوکالونوکی سربیره په خپلوغیرعلنی فعالیتونود ملگرو ملتونوپه نمایندگی، د سولی دپاره په شرقی اروپا کی هم موثرمصروفیتونه درلودل.

نو، په پای کی، په دی موجوده حالاتوکی، زما په نظر، د حل یواځنی لاره داده چه د بن موافقه په دقیقه او هراړخیزه توگه عملی شی. تاسو ته معلومه ده چه ډاکټروحیداله یوه نوی طرح هم جوړه کړیده چه ټولو داخلی اوبین المللی ځواکونو ته سپارل شویده. یقین لرم چه د بن د موافقی د تطبقولو اوددی نوی طرح اصلی مرام لویه جرگه ده چه ټولوافغانانو، هری ډلی،

وسلوالواوغیروسلوالو ځواکونو، قومی مشرانو، علماوو، ر،حانیونو، اود طالبانو په شمول ددولت ټولومخالفینو ته دا فرصت برابروی چه دافغانستان د سولی او بیا ودانولو دپاره، په کی بر خه واخلی، او په صداقت او سرښندنی، د مېنی او،ورگلوی په فضا کی فیصلی وکړی او تصمیمونه ونیسی.

XS
SM
MD
LG