د لاس رسي وړ اتصالات

دسوډان جمهور رېس مصر ته رسېدلی دی


د سوډان جمهور رېس عمر البشېر د مصر د سفر په ترڅ کې قاهری ته رسېدلی دی.

کله چه په دارفور کی د جنگی جناېاتوپه تور په عمر البشېر باندی دهاگ د نړېوالې جناېې محکمې له خوا نه تور لگول شوېدی او د نېول امر ېې صادر کړی شوی دی ترهغې وروسته دا دهغه دوېم سفردی.

توقع کېږی چه عمر البشېر به دمصر د جمهور رېس حسنی مبارک سره ملاقات وکړی. نړېوالې جناېې محکمې د نړئ په ټولو هېوادونو باندی غږ کړی دی که نوموړی په گېر ورشی نو ودې نېسی، مگر امکان نه لری چه مصر به دا کار وکړی.

ځکه چه مصر ددغې محکمې په منظورېدلو کی برخه نه لرله او د ملگرو ملتونو د امنېت شورانه ېې غوښتنه کړی ده چه د عمر البشېر دنېول خبره دې وځنډوی.

دوشنبی په ورځ ښاغلی بشېر ارېترېا په سفر تللی ؤ. د سوډان حکومت تقربېا ېوولس خېرېه موسسې چه په دارفور کی ېې کار کاوه په دې تور د سوډان نه وشړلی چه د سوډان د حکومت په خلاف ېې نړېوالې جناېې محکمې ته پټ اطلاعات ورکول.

XS
SM
MD
LG