د لاس رسي وړ اتصالات

افراطېان په کشمېر کې د نور تشدد گواښ کوي


په هندی کشمېر کی دپنځو ورځو سخت جنگ نه وروسته چې د هند د پوځ اته عسکر او اولس وسله وال سړي ووژل شول، په پاکستان کی دېره ېوه وسله واله تندروه ډله واېې چه په هندی کشمېر کی به نوری حملې هم وکړی.

د لشکر طېېبی ېو وېاند نن خبرېالانو ته ووېل چه د کشمېر دازادئ لپاره به خپلی مبارزی ته دوام ورکړی.

پاکستان او هند دواړه د کشمېر په سر دعوا لری. که څه هم چه په کشمېر کی پخوا هم ډېر جنگونه شوی دی خو کوم جنگ چه اوس و شو په تېرو مېاشتو کې تر ټولو غټه نښته گڼل کېږی.

د هندې پوځ ېو وېاند ووېل دا نښتی هغه وخت شروع شوی چه عسکرو دهغو وسله والو سړو مخه نېوله چه غوښتل ېې د پاکستان تر کنترول لاندی کشمېر نهېې دهندی کشمېر د کوپواری ضلعې ته راوښتلو کوښښ کاوه.

د پوځ وېاند ووېل چه ددغو افراطېانو سره ښی ډېری وسلی موجود ی وی او ښه روزنه ېې دجنگ لپاره حاصله کړی وه.

د هند حکومت په لشکر طېبه باندی تېرکال په مومبئ کې د ټروروستی حملو الزام هم لگولی دی.

په دغو وژونکو حملو کی ېو سلو اوېا کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG