د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې په پاکستان کې شرعي احکام جاري کړي


طالبانو خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې په پاکستان کې شرعي احکام جاري کړي. د برتانیه د سکای نیوز تلویزیون د چارشنبې په ورځ د پاکستان د حالاتو په اړه یو رپوټ برابر کړی.

د برتانیې د سکای نیوز تلویزیون وایي دغه فلم چې د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان د خیبر ایجنسۍ د یوې شرعي محکمې څخه اخیستل شوی څرگندوي چې طالبان ته پر حالاتو کابو دي.

د سکای نیوز رپوټ د هغوی په وینا د طالبانو د یوې محکمې مثال ښي چې په کې دوه تنه سترگې تړلي نارینه لیدل کیږي او داسې ښکاري چې په یرغمل نیونه او د یو تکسي چلوونکي په وژلو محکوم شوي.

دوی د وسله والو ساتوونکو له لورې د سیمې شرعي محکمې ته راوستل شوي دي.

په رپوټ کې لیدل کیږي چې زیات شمیر خلک نندارې ته راغلي چې دغه دوه تنه د یو دیوال مخ ته دروي او بیا په مرمیو وژل کیږي. د سکای نیوز په وینا ه عام محضر کې دغه اعدام د خلکو د ویرولو په خاطر ترسره کیږي.

د پاکستان حکومت د افغانستان پولې ته څیرمه په قبائیلي سیمه کې ډیر محدود نفوذ لري چې اوسیدونکي یې پښتانه دي.

دغه ملیشه ډله چې ښکاري دلته واکمنه ده د طالبانو د لشکر اسلام په نامه یادیږي چې مشر یې منگل باغ دی او په شرعي محکمه کې تصامیم نیسي.

رپوټ وایي چې سکای نیوز ته اجازه ورکړل شوی وه چې د محکمې جریان وگوري.

د منگل باغ مرستیال مسري گل لیدل کیږي چې د یوې ډلې سکانو دعوا اوري چې د مخدره موادو په سوداگرۍ یعنی د اپینو په کر او پلورولو کې لاس لري.

د طالبانو د محکمې د کار د چټکې د مثال په توگه دغه دعوا په څو دقیقو کې واورول شوه او تورونو کسانو ته حکم وشو چې سوداگري بنده کړي که نه نو سزا به ورکړل شي.

د سکای نیوز رپوټ وایي طالبان غواړي چې شرعیت په ټول پاکستان کې پراخ کړای شي. او حتی په پایتخت اسلام اباد کې هم داسې علایم شته چې خلک په ټول هیواد کې د شرعي قانون پلي کیدل غواړي.

د لال جومات یو مشر وایي:

"دوی همداشان غواړي چې سیستم بدل کړي. خو نن دوی دوره زور نه لري او هڅه کوي چې په الفاظو سره دا بدل کړي، کله چې دوی زور پیدا کړ، نو څرگنده ده چې دوی به دا اعلان کړي. او مونږ یې هم غواړو."

د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري د سه شنبې په ورځ هغه رپوټونه رد کړل چې طالبانو همدا اوس د هیواد په شمال لویدیځ او په خاصه توگه په سوات کې شرعي احکام جاري کړي دي.

XS
SM
MD
LG