چارواکی او عېنی شاهدان واېې په هغه ځان مرگی برېد کې، لږ تر لږه ١١ کسان وژل شوېدی او څو تنه نور زخمی دی چې په صوبه سرحد کې شوېدی.
د پاکستان د استخباراتو چارواکی واېې چې بم چوونکی ېو رستورانت د جنوبی وزېرستان د جنډوله په ښارگوټی کې په نښه کړی و.
رپوټ واېې چې دا حمله ددوه افراطی ډلو ترمنځ د سېالۍ او رقابت په نتېجه کی شوېده. رپوټ واېې په دې رستورانت کې هغه جنگېالی راټول شوی ول چې په ېوې ځاېې ډلې پوری ېې چې د طالبانو مخالفه وه تړاودرلود.
بم چوونکی هغه وخت ځان په بم والوزاوه چې هغوی کوشش وکړ جې دی رېستورانت ته له ننوتلو نه منع کړی.
رپوټ واېې چې د هغو توغندېو په برېد باندی چې گومان کېږی د امرېکا له خوانه به وی په پاکستان کې څلور کسان وژل شوېدی. د پاکستان چارواکی واېې چې نن د پنجشنبی په ورځ په شمالی وزېرستان کې ېو کور ددوه توغندېو په ډزو باندی ولگېده. داځای دمېرعلی له ښارنه لېری ندی.
د پاکستان استخبارات واېې چې هغه توغندي چې گومان کېږی امرېکا به وېشتلی وی د چارشنبی په ورځ ېې لږ تر لږه اوه کسان ووژل.
په مړېو کې خارجېان هم شامل دی. دا پېښه د جنوبی وزېرستان د مکېن په ښار گوټی کې شوېده.
دغه سېمه په دې مشهوره ده چې د پاکستان د طالبانو دمشر بېت الله مسعود مورچل دی. بېت الله مسعود په دې تورن دی چې د پاکستان د پخوانی صدر اعظمی بېنظېر بهټو په وژلو کې ېې لاس درلود.
په عېن حآل کې د وال سترېت ژورنال خپرونه لېکی چې د امرېکا او پاکستان چارواکېو داهدافو ېو نوی لېست جوړ کړېدی په اېنده کې به په سرحدی سېموکې پرې برېدونه وشی.
ورځپاڼه لېکی چې د پاکستان چارواکی غواړی چې په هغو افراطېانو باندی برېدونه وکړی چې په پاکستان کې دننه حملی کوی.