د لاس رسي وړ اتصالات

اېران به له امرېکا سره د افغانستان په هکله ېوه کنفرانس کې برخه واخلی


اېران واېې چې دوی به په هغه کنفرانس کې د افغانستان لپاره جوړېږی او د ملگرو ملتونو له خوا نه سر پرستی کېږی، برخه واخلی.

دا کنفرانس په راتلونکی اونی کې جوړېږی و د امرېکا له خوانه ېې پېشنهاد شوی و. د اېران خارجه وزارت خپل پلان تصدېق کړېدی چې په دې مجلس به کې به چې په نېدرلنډ کې کېږی برخه واخلی.

په رپوټ کې دا ندی وېل شوی چې داېران استاځی به څو ک وی.

د اتېا ملکونو، استاځی دغه کنفرانس ته را بلل شوېدی. کنفرانس به په هاگ کې کېږی او هلته به د افغانستان پر امنېت او بېا رغوونه باندی بحث وشی.

اېران تېر کال په همدغه راز ېوه کنفرانس کې چې په پارېس کې وشو گډون ونکړ. دغه مجلس چې د مارچ په ېودېرشمه به وشی د افغانستان، نېدرلنداو ملگروملتونو له خوانه تضمېن شوېدی.

اېران او امرېکا د ېرش کاله پخواخپلې دېپلوماتېکی له ېو بل سره وروسته له هغه نه وشلوی چې په اېران کې په ١٩٧٩ کال کې اسلامی انقلاب وشو او ترهغی وروسته د امرېکا سفارت په تهران کې برمته شو.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما وېلی دی چې دی دېپلوماسی ته متعهد دی چې د امرېکا او اېران ترمنځ جدی اختلافات به حل کاندی.

د اېران ستر روحانی مشر اېت الله علی خامنه ئي ځواب ورکړ چې دوی د امرېکا په پالېسی کې داېران په برخه کې کوم واقعی بدلون ندی لېدلی. خو هغه ووېل چې که امرېکا خپله پالېسی بدله کړی نو داېران په سلوک کې به هم بدلون راشی.

XS
SM
MD
LG