د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه


جمهور رئیس اوباما وايي، ستراتیژي یې واضح او دقیق هدفونه لري:

"په افغانستان او پاکستان کې باید القاعده مات شي او په دواړو ملکونو کې د دوی د بیرته راستنېدو مخنیوی وشي. دا هدف باید هرو مرو تر لاسه شي. دا داسې یوه قضیه ده چې نور د منلو وړ نه ده. او هغه ترهگرو ته چې زموږ مخالف دي، زما پیغام همدا دی. موږ به تاسو ته ماتې درکړو".

ښاغلي اوباما وویل، د امریکایانو لپاره، د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې په نړۍ کې تر ټولو خطرناکې سیمې دي. په همدې سیمو کې هغه کسان په آینده کې د نورو حملو پلانونه جوړوي چې د سپتمبر په یوولسمه یې پر امریکا باندې حملې وکړې".

جمهور رئیس وغوښتل چې په آینده څو میاشتو کې به د ١٧ زرو اضافي عسکرو ته څنگ ۴ زرو د عسکرو روزونکي هم افغانستان ته ولیږل شي او په اکتوبر کې به په افغانستان کې د ټولو امریکايي قواوو شمیر ٥٩ زرو ته ورسیږي.

په نوي پلان کې د افغانستان د وسله والو ملي قواوو د عسکرو د شمیر زیاتولو ته ډیر پام کړی دی. نو دوی کولای بلاخره د ملک د امنیت مسئولیت پر خپله غاړه واخلي.

ښاغلي اوباما پر پاکستان باندې هم ټینگار درلود او ویې ویل چې په پاکستان کې ثبات د القاعدې له ماتې سره مرسته کوي.

"دوی د پاکستان ډیر عسکر او پولیس وژلي دي. دوی بینظیر بوټو ووژله. ودانۍ یې ونړولې، خارجي سرمایه گزارئ یې منحرفې کړې او د ملک ثبات یې په خطر کې واچاوه. باید سهوه ونشي: القاعده او د دوی سخت دریځي ملگري د افغانستان لپاره د سرطان په دانې بدل شوي دي".

جمهور رئیس اوباما د خپل ملک له پارلمان څخه غوښتي چې د پاکستان د سرکونو، ښوونځو او نورو عامه آبادیو لپاره یو نیم میلیارد کلنئ مرسته منظور کړي. د امریکا جمهور رئیس براک اوباما نن د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د امریکایي مامورین وایی چی جمهوررئیس براک اوباما به د القاعدې او د هغې د متحدانو په له منځه وړلو کی د خپلي نوي ستراتیژۍ د یوې برخي په توگه نور عسکر هم افغانستان ته واستوي او په پاکستان ته به زیاتي مرستي ورکړي او دیپلوماتیک فشار به پر زیات کړی.

د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه مامور وویل چی ددې ستراتیژۍ یو مهم هدف دادی چی په پاکستان کی د القاعدې د پټیدو ځایونه تباه کړای سی او ددغي تروریستي ډلي مشران ونه کړای سی چی بیرته پاکستان ته ور ستانه سی.

مامورانو مخکې ویلي وو، امرکیا غواړي ۴٠٠٠ اضافي امریکایی عسکر د افغان عسکرو د روزلو د پاره افغانستان ته واستوي او دا به علاوه په هغو ١٧ زره عسکرو وي چی مخکي یې د استولو اعلان سوی و. دغه مامور وویل چی د امریکا حکومت به د پاکستان سره په دیپلو ماسۍ باندی زور واچوي او د مشرانو د جرگې د هغه پیشنهاد ملاتړ به وکړي چی غواړي پاکستان ته د امریکا مرستي درې چنده سی او تقریبا ١٥ ملیارډ ډالرو ته ورسول سی.

ښاغلي اوباما پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د جمهوررئیسانو سره په تلیفون کی خبري وکړې او د هغوی د جوابونو په اوریدو سره خوشحاله سوی دی.

دغه مامور وویل چی القاعدې اوس په خپلو عملیاتو کی د افغانستان نه پاکستان ته مخه کړې او اوس هم امریکا ته د ضرر رسولو توطئې کوي. هغه وایي چی د امریکا حکوت اوس دغه دواړه هیوادونه ځان ته یو ډول خطر بولي.

هغه وویل چی افغانستان ته به شاید د په سلهاو امریکایي ملکي مامورینو استول هم ضروري وی چی د هغه ملک د زیربنایي پروژو د آبادولو سره مرسته وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن پرون په مکسیکو کی په یوه خبري کنفرانس کی وویل چی د امریکا د حکومت په ستراتیژۍ کی د غه ملکي مامورین ډیر مهم دي.

XS
SM
MD
LG