د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه افغانستان کې د بې ځایه مصارفو تفتیش کوي


ملگري ملتونه وايي، د هغو تورونو په اړه تفتیش کوي چې وايي، د ملگرو ملتونو یوه مامور د افغانستان د بیارغاونې په سلگونو زره ډالره بې ځایه لگولي دي.

د لویدیځ مطبوعاتو رپوټونه خپاره کړي چې د ملگرو ملتونو یو داخلي تفتیش ښيي چې د گېري هیلست په نامه دغه مامور د ٢٠٠٢ او ٢٠٠٦م کلونو تر منځ ډیرې پیسې په تزئینی کارونو، د کورونو په کرایه کولو او د قیمتي هوايي ټیکټونو په اخیستلو لگولي دي.

مفتشین د هغه تور په باب څیړنه کوي چې وايي، ښاغلی هیلست هغه وخت چې د ملگرو ملتونو د پروژو د ادارې یا (یوناپس) رئیس و، ٦٥ زره ډالر غلا کړي دي. رپوټ وايي، هغه وخت گیري هیلست د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د بیارغاونې د پروژو مسئولیت پر غاړ درلود.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي چې ښاغلي هیلست منلې چې د ځنیو مصارفو لپاره پیسې بې ځایه لگېدلي خو د غلا تورونه یې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG