د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري غوښتي پنجاب مخالف گوند ته پریږدي


د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري د مسلم لیگ پر مشر نواز شریف غږ کړی چې د پنجاب واک په لاس کې واخلي.

زرداري نن د ملک پارلمان ته په خبرو کې په پنجاب کې د فدرالي حکومت واک پای ته رسول وغوښتل. هغه وویل، په پنجاب کې به د پخواني صدراعظم نواز شریف د حکومت ملاتړ وکړي.

په پاکستان کې دغه اقدام د هغه سیاسي معضلې د حل لپاره شوی دی چې تیره میاشت وروسته له هغه راپیدا شو چې د سترې محکمې د پاکستان آینده انتخاباتو ته د نواز شریف پر کاندیدېدو باندې بندیز ولگاوه او د هغه ورور شهباز شریف چې د پنجاب برحال اعلی وزیر و، یې له واک نه لرې کړ.

ښاغلي شریف تور ولگاوه چې د سترې محکمې ددغه حکم تر شا د جمهور رئیس زرداري لاس دی، خو زرداري دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG