د سپېنی مآڼی ېو معتبر چارواکی واېې چې امرېکا هېله منه ده چې اېران په داسی لارو چارو باندی له ځان سره وگوماری چې په افغانستان کې د مخدره موادو تجارت پاېته ورسوی.
رپوټ واېې چی افغانستان د نړی په سلوکې ٩٠ برخی اپېن تولېدوی او له هغی نه بېا هېروئېن جوړېږی.
د امرېکا د ملی امنېت دسلاکار مرستېال ډېنېس مکډانه دشنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې ښاېې ددغی مسلی په برخه کی د امرېکا او اېران حکومتونه په گډه اندېښمن وی.
مکډانه ووېل چې د افغانستان داپېنود تجارت نه لاسته راغلی پېسی او دهېروئېنو د قاچاق پېسی د افغانستان په جنوب کې افراطېانو ته پېسی برابروی.
هغه دا هم ووېل چې په اېران کې هم د هېروئېنو د استعمال ستونزه موجوده ده په دې توگه واشنگټن او تهران په دې مسله باندی له ېوبل سره همکاری کولی شی.
اېران د امرېکا هغه بلنه منلی ده چې راتلونکی اونۍ په نېدرلند کې د افغانستان په برخه کې په نړېوال کنفرانس کې برخه واخلی.
د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما له اېران سره د اړېکو دېوه نوي پېل په باب غږ کړېدی.
د امرېکا او اېران ترمنځ اړېکی له تېرودېرشوکلنو راهېسی ترېنگلی وی. د امرېکا او اېران حکومتونه د اېران د اټومی پروگرام په سر له ېوبل سره جنجال لری.
د امرېکا درېځ دادی چې دا پروگرام د اټومی وسلو د جوړولو لپاره د ېوې پردی په توگه استعمالېږی خو اېران واېې چې ددی پروگرام مقصد د برېښنا تولېدول دی.