د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما به اروپا ته اوږده سفر وکړي


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما به د سه شنبی په ورځ د جمهور رئېس په توگه اول ځل اروپاته په ېوه اوږده سفر ولاړ شی.

هغه به اول لندن ته ولاړشی او هلته به د لندن په سر مشرېزه غونډه کې چې د شلو صنعتی او پرختللو هېوادونو په گډون جوړېږی برخه واخلی.

رپوټ واېې چې په دغه غونډه کې به اقتصادی شخړو ته ډېره زېاته پاملرنه وشی.

د سپېنی مآڼی نطاق رابرت گېبز د شنبی په ورځ ووېل چې دامرېکا جمهور رئېس به په لندن کې هم خبرو ته غوږ ونېسی او هم به مشری وکړی.

ښاغلی اوباما دا نېت کړېدی چې د کنفرانس په ترڅ کې به د نړۍ له ډېرو مشرانو سره ملاقاتونه وکړی. په دې لړ کې د برتانېې او هند صدر اعظمان هم شامل دی.

پر دی سر بېره د چېن، روسېې او د سعودی عربستان له باچا سره به هم ملاقات وکړی.

د هفتی په اخرو ورځو کې به ښاغلی اوباما د فرانسی له جمهور رئېس نېکولس سرکوزې او په جرمنی کی به له صدر اعظمی انگېلا مرکېل سره هم ملاقاتونه وکړی.

هغه به دناټو په کاری جرگه گۍ کې گډون وکړی.

د ناټو له مجلس نه وروسته به ښاغلی اوباما پراگ ته ولاړشی او هلته به د اوروپاېې اتحاد په عالی غونډه کې برخه واخلی.

ټاکل شوېده چې ښاغلی اوباما له د چک د جمهورېت له جمهور رئېس واکلاو کلاوس او صدر اعظم مېرېک ټوپولانېک سره وگوری.

پر دی سربېره به د چک له پخوانی جمهور رئېس واکلاو هاوېل سره هم ملاقات وکړی. د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما دا پلان لری چې د ترکېې په پاېتخت انقره کې تم شی او هلته له جمهور رئېس عبدالله گل سره ملاقات وکړی.

هغه به له شاگردانو سره دگردي مېز په مجلس کې په دې خاطر برخه واخلی چې په اوروپا او جنوب لوېدېځه اسېا کې له ځوانانوسره له نېژدی نه وگوری.

XS
SM
MD
LG