د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې په لسهاو زرو خلک مظاهری وکړل


د شنبی په ورځ په اوروپا کې په لسهاو زرو کسانو په خپلو مظاهرو کې د غربت او ناداری په برخه کې داقداماتو غوښتنه کوله.

هغوی کارونه غوښتل او د اوبو او هو اد بدلون په برخه کې ېې هم د شلو صنعتی او پرمختللو هېوادونو له غونډی نه مخکی چې د اقتصادی شخړو داوارولو لپاره به په لند ن کې وشی خپلی غوښتنی وکړلی.

په لندن کې تقرېبا ٣٥ زرو کسانو په ټول ښارکې مظاهره وکړه. هغوی په خپلو غوښتنو کې په ېوه اواز همدا خبره کوله چې اوسنی اقتصادی نظامی کار نه ورکوی او پکار ده چې ډېر پراخه بدلونونه په ډېره بېړه پکی راوستل شی.

د مظاهره چېانو د غه مارش ېا لارېون د هاېډ پارک په ېوه کونج کې پاېته ورسېده. دغه مارش چې د ( خلک داولېت حق لري) په نامه جوړ شوېدی، په دې کې تجارتی اتحآدېې، دېنی موسسی او د چاپېرېال دساتنی ادارو گډون کړی و.

همدغه راز مظاهری د جرمنی په پاېتخت برلېن او بل ښار فرانکفورت او په استرېا او فرانسه کې هم شوېدی.

پولېس واېې چې مظاهره چېانو په سوله ئېز ډول مظاهره کوله. رپوټ واېې چې د اپرېل تر دوېمی پورې چې د شلو صنعتی هېوادونو غونډه به پکی وشی د نورو مظاهرو د کولو پلانونه هم جوړ شوېدی.

XS
SM
MD
LG