د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د اوباما پلان د هغه څه نه ښه دی چې موږ ئې توقع لرله


واشنگټن پوست، نیویارک ټائمز او ډیلی ټلیگراف ورځپاڼونن دافغانستان او پاکستان په باره کې رپوټونه خپاره کړیدی.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چې د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزید شنبی پهورځ وویل، دی دجمهوررئیس اوباما دنوی اعلان شوی سټراټیجی سره بشپړموافقه لری او وائې، دا کټ مټ هغه څه دی چې افغانانو ئې هیله لرله او دامریکا سره دنژدی کارکولو وعده کوی چې دغه پلان عملی کړی.

دواشنگټن پوست په ورځپاڼه کې راغلی دی چې دافغان مشر او په واشنگټن کې دمامورانو ترمنځ دمیاشتومیاشتو تشنج نه وروسته په خاصه توگه دلویدیځ نظامی قواو له خوا دملکیانو دتلفاتوپه سر پیدا شوی و، داسی ښکاری چې ښاغلې کرزی دافغانستان دستونزو لپاره دښاغلې اوباما په تجویز باندی په حیرانونکی توگه خوشحاله شویدی.

دی وائې، دښاغلې اوباما پلان دهغه څه نه ښه دی چې موږ ئې توقع لرله.

واشنگټن پوست ورځپاڼه زیاتوی، دنورو افغانانو په شان چې دشنبی په ورځ ورسره مرکې شویدی، ښاغلی کرزی وویل، دی په خاصه توگه خوشحاله دی چې ښاغلې اوباما په ډانگ پیلی لهجه هغه دوه مفکوری تصدیق کړی چې افغان مامورانو دڅوکالونه راپدی خوا ورباندی ټینگار کاوه چې داسلامی ترورستانوپه خلاف جنگ باید دسرحد نه په اخوا په پاکستان کې دافراطیانو دپټیدو مرکزونوته متوجه شی او دافراطی طالبانوسره خبری په افغانستان کې دجنجال دختمولو لپاره مهمی دی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چې افغان او دامریکا په مشری ائتلافی قواوی دا څوکاله کیږی چې دطالبانوپه خلاف جنگیږی مگر ډیر کم پرمختگ ئې کړیدی، په داسی حال کې چې دسرحد په بله خوا په پاکستان کې نورو افراطی اسلامی ډلو قبائلی سیمونه دپاکستان په ټولنه کې دویری له اچولو او مذهبی اثر رسوخله لاریپوره پرمختگ کوی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه زیاتوی، هغه افغانان چې دشنبی په ورځ ورسره په بازارونو، دپوهنتون په انگړونواو په کابل کې په دفترونوکې ورسره مرکی شویدی، وائې، دوی خوشحاله دی چې ښاغلی اوباما دپاکستان هغه نقش ومانه چې اسلامی ترورستانودپټیدو په برخه کې ئې لوبوی او پدی هم خوشحاله شویدی چې هغه نظر تصدیقوی چې دطالبانو سره دی دبیا پخلا کیدو په باره کې خبری وشی ، دا یوازی منطقی لاره گڼی چې غواړی دخپلو مسلمان ورونو سره روغه جوړه وکړی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی، داثررسوخ خاوند مذهبی مشر او داسلامی قانون استاد عنایت اله بلیغ وویل، بالاخره دامریکا حکومت ومنله چې گواښ زموږ له گاونډی نه مخامخ دی. موږ دی ته هرکلی وایو.

هغه وویل، دسولی او ثبات دراوستلویوازینی لاره دطالبانو سره خبری کول دی . موږ دوی ته ماتی نشو ورکولای چې خارجیان زموږ کلی بمباری کوی او زموږ په کورونوچاپی اچوی . یوځل چې موږ دطالبانوسره روغې جوړی ته ورسیږو نو القاعده به پخپله لاره باندی ځی .

لیکن د واشنگټن پوست ورځپاڼه زیاتوی،دا تراوسه نده څرگنده چې افغان او امریکائې ماموران موافقه وکړی چې دکومو مخالفینوسره تماس ونیول شی . ښاغلې کرزی دشنبی په ورځ وویل، دی غواړی دافغان طالبانو دهغو مشرانو سره خبری وکړی چې دالقاعدی سره ارتباط نلری . هغه وویل، ځینی ئې باید دملگرو ملتونو دتورلست نه وویستل شی مگردهغوی نومونه ئې وانخیستل . ښاغلې اوباما وویل، دفراری مشر محمد عمر په شمول دسرسختو طالبانوسره باید خبری ونه شی .

دواشنگټن پوست ورځپاڼه زیاتوی ، سیاسی مشراندافغانستان په باره کې دښاغلی اوباما دپلان ستاینه کوی مگر وائې، دوی دمختلفو تفصیلاتو یادهغو برخودلیری کولوپه باره کې اندیښنه لری چې له پلان نه ایستل شویدی . ځینو دغو مشرانو وویل، دوی اندیښنه لری چېددوی په هیواد کې دډیموکراسۍ درواجولو په ځای ډیر ټینگار اوسدتروریزم په خلاف په بین المللی جگړه باندی کیږی .

دواشنگټن پوست په ورځپاڼه کې راغلی دی چې دپارلمان غړۍ شکریه بارکزی وویل، دا خوشحاله ده چې هغه نوی سټراټیجی غوره کړه مگر په بشپړ ډول ئېپه نتیجه قانع نده . په یو څه لحاظ داسی ښکاری لکه دجمهوررئیس بوش دپالیسو دوام وی . ایا هغه به زیات فشار دپاکستان په جمهوررئیس واچوی یا پوځ، داستخباراتو په ادارو او نورو ډلو باندی واچوی. دا لدی نه زیاته پراختیالری.

----------------

د نیویارک ټائمز دورځپاڼی دیکشنبی د ورځی په گڼه کې راغلی دی چې جمهوررئیس اصف علی زرداری دپارلمان ددواړوجرگودشنبی دورځی گډې غونډې ته دوینا په ترڅ کې دکورنی تاوتریخوالی دکمولووعده وکړه او دپاکستان په باب داوباما دحکومت نوی پالیسی دیو مثبت بدلون په حیثوستائله.

نیویارک ټائمز زیاتوی چې ښاغلې زرداری وویل، پاکستان ته ضرورده چې د افراطیت او افراطیانو ریښی را اوباسی. هغه اوه ( ٧ ) عشاریه پنځه میلیارده ډالر ملکیمرستې ته هرکلی ووایه چې دجمعی په ورځ ښاغلی اوباما په رسمی توگه اعلان کړی وه او په پنځو کالو کې به پاکستان ته ورکړل شی.

نیویارک ټائمز لیکیچې ښاغلې زرداری وویل، دامریکا زیاته شوی مرسته ښئ چې واشنگټن دپاکستان سره موافقی ته رسیدلی دی چې دافراْطیت سره دمبارزی یوازینی طریقه دفقر دله منځه وړل دی . هغه وویل، دا زموږ دهغې غوښتنی منل دی چې دافراطیت په خلاف دمبارزی یوازینی لاره اقتصادی او ټولنیز پرمختگ دی .ښاغلی زرداری دا خبره هم وکړه چې دپخوانی جمهوررئیس پرویز مشرف په اته کلنه دوره کې دامریکا لس میلیارده ډالر مرسته په پوځ باندی لگیدلی وه چې دا دهغې برعکسه ده.

------------------

او دبریتانی دډیلی ټیلیگراف ورځپاڼه لیکی چې په یووخت کې په افغانستان کې دبریتانی دری زره دری سوه عسکرو چې اکثره ئې په هلمند کې ځای په ځای شوی وو.کیدای شی چې دغه شمیردری برابره شی که یوزراوه سوه دبریتانی اضافی عسکرافغانستان ته ولیږل شی که څه هم چې دوائټ هال یا دسپین تالار منابع وائې، کیدای شی چې دا شمیر دری سوه تنه عسکر وی.

مگر ډیلی ټلیگراف ورځ پاڼه لیکی چې په عراق کې دامریکا داضافی عسکرو مفکوری کار ورکړیدی چې دا به فرق راولی. توقع ده چې پنځه زره نور امریکائې عسکر په هلمند کې ددرو زرو عسکروسره چې لا پخوا هلته دیره دی ، یوځای شی . پدی سره به دجنرال ډیویډ پیټریس هغه پلان سرته ورسیږی چې وائې، سیمه ونیسی او بیا ئې وساتی .

ډیلی ټیلیگراف لیکی چې بالاخره به دغه قوا یوې فرقی ته ورسیږی چې شمیر ئې اتلس زرهیا لدی نه زیات کیږی چې په دوه زره شپږم کال کې ورته ضرورت و. کیدای شی چې ددغو عملیاتو دگټلو وروستی قماروی چې اوس په افغانستان کې یو له دومهمو ځایونونه پیژندل شویدی .

ډیلی ټلیگراف لیکی چې دهلمند حل دعسکرو دشمیردزیاتیدوپوری اړه نلری،ددی پوری ارتباط لری چې څنگه له دوی نه په مناسبه توگه کارواخیستل شی . موږ ډیرضرورت لوژستیک لرو چې عسکروته مرسته ورسولی شومگر برسیره پری موږته پکارده چې دحالاتو له مخی خپل تکتیکونه سره برابرکړو.

XS
SM
MD
LG