د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما واېې پاکستان ته د زمکنیو عسکرو لېږل له امکان نه لېری بولی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې چې دی په دې باندی غور نه کوی چې پاکستان ته دنوی ستراتېژی د ېوې برخی په توگه زمکنی قواوې ولېږی چې هلته له افرآطېانو سره د پاکستان او افغانستان د سرحد په اوږدو کې جگړه وکړی.

ښاغلی اوباما د (CBS) له تلوېزېون سره دېکشنبی په ورځ په مرکه کې ووېل چې پاکستان ېومستقل هېواد دی او امرېکا له اسلام اباد سره باېد کار وکړی چې د القاعده چاره وکړی.

اوباما ووېل چې هغه ستراتېژی چې هغه د جمعی په ورځ اعلان کړه دامرېکا قواوې به هغه اهداف په پاکستان کی دننه له هغه وروسته چې د پاکستانی حکومت سره مشوره وکړی تعقېب کړی.

براک اوباما ووېل امرېکا به پاکستان ته داسی وساېل ورکړی چې دافغانستان په سرحد کی د افراطېانو خوندی ځاېونه له منځه ېوسی.

خو هغه ووېل چې پکارده پاکستان دنتاېجو د لاسته راوړلو په برخه کې مسوول وبلل سی او حساب ورسره وسی.

د ښاغلی اوباما په ستراتېژی کې داهم شامل دی چې افغانستان ته څلور زره نور عسکر ولېږل شی چې دطالبانو له زېاتېدونکی بغاوت سره جگړه وکړی.

XS
SM
MD
LG