د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلېب: افغانستان او پاکستان کې به ملکی خلک د مرگ ژوبلی سره مخامخ شی


د سره صلېب نړېواله کومېټه خبر داری ورکوی چې په افغانستان او شمال ختېځ پاکستان کې به ملکی خلک په راتلونکېو مېاشتو کې د مرگ ژوبلی او تشدد له خطر سره مخامخ شی، ځکه چې په دواړو هېوادونو کې سېاسی بې ثباتی او موجوده ده او جگړی پکی روانی دی.

ددغی موسسی رئېس امرېکا او نور هېوادونه دېته هڅوی چې د ملکېانوپه ستونزه باندی دی د ېوی عاجلی مسله په توگه غور وکړی.

د سره صلېب دغه چارواکی جاکس ماېو نن ددوشنبی په ورځ داخبری وکړلی. ېوه ورځ وروسته به په افغانستان باندی په هاگ کې نړېوال کنفرانس جوړ شی.

جاکس ډېماېو ووېل چې په افغانستان کې وسله واله شخړه نوره هم پسی سخته او توده شوېده، په داسی حآل کې چې په شمالی غربی پاکستان کې وسله والو نښتو ملکېان دېته اړکړل چې له خپلو کورونو نه وتښتی.

هغه ووېل چې خېرېه موسسو خپله بودجه د پاکستان لپاره دوه چنده کړېده ا و اوس تقرېبا ۴٦ ملېونو ډالرو ته رسېږی.

XS
SM
MD
LG