د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په پنجاب کې د مرکز واک ختم کړ


د پاکستان جمهور رئیس په پنجاب کې د فدرالي حکومت واک ختم کړی او له دې سره د حکومت مخالف د مسلم لیگ نواز گوند ته ددې زمینه برابره شوې چې په دغه آیالت کې خپل حکومت بیرته برحال کړي.

د پاکستان حکومت نن د دوشنبې په ورځ په پنجاب کې د مرکزي حکومت واک لغوه اعلان کړ چې یوه میاشت مخکې د جمهور رئیس زرداري په امر نافذ شوی و.

په پاکستان کې دغه اقدام د هغه سیاسي معضلې د حل لپاره شوی دی چې تیره میاشت وروسته له هغه راپیدا شو چې د سترې محکمې د پاکستان آینده انتخاباتو ته د نواز شریف پر کاندیدېدو باندې بندیز ولگاوه او د هغه ورور شهباز شریف چې د پنجاب برحال اعلی وزیر و، یې له واک نه لرې کړ.

ښاغلي زرداري د شنبې په ورځ د ملک پارلمان ته په خبرو کې په پنجاب کې د فدرالي حکومت واک پای ته رسول وغوښتل.

هغه وویل، په پنجاب کې به د پخواني صدراعظم نواز شریف د حکومت ملاتړ وکړي.

ټاکل شوېده چې د پنجاب آیالتي شورا د چهارشنبې په ورځ د آیالت نوی اعلی وزیر اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG