د لاس رسي وړ اتصالات

د جنرال موټرز د کمپنی مشر د اوباما په غوښتنه استعفی کړېده


په امرېکا د جنرال موټرز د کمپنی مشر د براک اوباما په غوښتنه استعفی کړېده. جنرال موټرز، د موټر جوړولو مشهوره کمپنی ده.

توقع ده چې ښاغلی اوباما به نن ددوشنبی په ورځ وروسته اعلان وکړ چې دی به د کراېسلر او جنرل موټر ز کمپېنو ته نور وخت هم ورکړی چې له سره ځانونه منظم کړی. خو د جنرل موټرز کمپنی به نوی اداره او مشران ولری.

د جې اېم د کمپنی دمشر رېک واگنر د استعفی په مقابل کې به داکپمنی ٦٠ ورځی نور وخت هم ولری چې ېوعملی او گټور پلان دکمپنی داېنده لپاره وړاندی کړی.

د کراېسلر کمپنی به هم نور وخت ولری. چارواکی واېې چې کراېسلر په امرېکا کې درېمه ستره کمپنی ده او دابه کمپنی به دېرش ورځی وخت ولری ې داېتالېې د فېات له کمپنی سره ېوځای شی.

که چېرې ددغو کمپېنو ېوځاې کېدل له ېوبل سره گټور وی نو حکومت به کراېسلر ته شپږ بلېونه ډالره نور پورهم ورکړی.

XS
SM
MD
LG