د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغان انتخاباتو سره ۴٠ میلیون ډالره مرسته کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وايي، واشنگټن د افغانستان د جمهوري ریاست له آینده انتخاباتو سره ۴٠ میلیون ډالره مرسته کوي.

میرمن کلینټن پرون وویل، امریکا د کوم کاندید ملاتړ یا مخالفت نه کوي، بلکه په دې فکر کوي چې د اسد په ٢٩مه مشروع او د اعتماد وړ انتخابات تر سره شي.

د بهرنیو چارو وزیرې وویل، داسې کوم پلان نلري چې نن د افغانستان په اړه په هاگ کې د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې د ایران له آستازو سره وگوري، خو ویې ویل چې د صبا پیش بیني نشي کولای.

XS
SM
MD
LG