د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کې د پولیسو په اکاډمۍ د برید مسولیت بیت اله محسود اخستې


د پاکستاني طالبانو قوماندان د پاکستان په لاهور ښار کې د پولیسو په اکاډمۍ د برید مسولیت په غاړه اخستې او وی ویل چې د دوئ ډلې د امریکا په پایتخت د حملې کولو پلان هم جوړوي.

بیت اله محسود چې په سر یې د امریکا لخوا پنځه ملیونه انعام ټاکل شوی د دوشنبې په ورځ یې وویل چې په لاهور حمله کول یې د امریکا هوایې برید په ځواب کې کړې چې د افغانستان پولې ته څیرمه یې د هغوئ په ملگرو ترسره کړي.

بیت اله محسود د تلیفون په کرښه د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي چې ډیر ژر به په واشنگټن کې هم خپل بریدونه تر سره چې ټوله به حیرانه کړي.

په همدې وخت کې د پاکستان پولیسو نن سه شنبې په لاهور کې د پولیسو په اکاډمۍ کې په برید کې د قرباني شوو پولیسو احترام پرځای کړ.

ددوشنبی په ورځ چې د پاکستان د پولېسو په اکاډېمی باندی حمله وشوه په هغې کې دپولېسو د کاډېمی اته تنه شاگردان ووژل شول.

ټوپک والاود سهار د تمرېن اومشق په دوران کې حمله وکړله ، ېوشمېر پولېسان ېې ېرغمل کړل او په نورو شاگردانو ېې ډزې پېل کړلی.

داتو ساعتونو له مقابلی نه وروستن د پاکستان په سوونو کومانډو په دغی ودانی باندی ورغلل. هغوی دپولېسو اکاډېمی بېرته ونېوله.

د پاکستان د کورنېو چارو وزارت ددوشنبی په ورځ ووېل چې لږتر لږه دوه برېد کوونکی ېې نېولی دی. نورو درې کسانو خپل ځانونه په بم والوزول.

د کورنېو چارو دوزارت سر پرست رحمان ملک ووېل چې ېومشکوک چې نېول شوېدی هغه د افغانستان دی. چارواکی واېې چې د حملی په وخت کې په اکاډېمی کې تقرېبا اوه سوه شاگردان وو.

دا کسان تقرېبا ېوه مېاشت وروسته له هغه نه اکاډېمی ته راغلی ول چې دولس ټوپک والاو د سرېلانکا د کرکټ په ټېم باندی حمله وکړله.

دکرکټ په لوبډله باندی حمله په لاهور کې د قذافی په ورزشی لوبغالی باندی په لاسی بمونو او راکټونو باندی شوې وه. په دغه پېښه کې ټوپک والا تښتېدلی وو.

XS
SM
MD
LG