د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د طالبانو د ځینو غړو سره د خبرو پلوي کوي


امریکا وایی د افغانستان د حکومت ددې وړاندېز ملاتړ کوي چې د طالبانو د ځینو غړو سره باید خبرې اترې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وایي له هغو کسانو سره چې د مفکورې نه بلکې د بې وسی او بې وزلې له امله د ترورستانو سره یو ځای شوي دي، هغوې ته باید د پریکړې موقع ورکړل شي.

هیلري کلنټن دا خبرې په هاگ کې د جمهور رئیس حامد کرزي د وینا نه وروستې وکړې.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د اتیاوو هیوادونو او نړیوالو ارگانونو د استازو په غونډه کې وویل چې افغانستان له یو حساس پړاو نه تیريږي او نړیوال نور د ترورستانو ځالې نه شي زغملی.

کرزی: "زه چې په تیرو اوو کلونو کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې همکاری ته گورم، پر خپلو مشترکو لاسته راوړنو باندې ویاړ کوم. یو داسی هویاد چې د ټولې نړی نه بیل شوی وو، د یو استبدادي رژیم لخوا اداره کیدو او د نړیوالو ترورستانو د تیري ښکار وو، اوس د نړیوالې ټولنې یو فعاله غړی دی او د دیموکراسي او د قانون د حاکمیت پر لور روان دی."

جمهور رئیس کرزي د ترورزم سره د جگړې په اړه وویل: "که په افغانستان کې ترورست موجود وي، له هغه سره هم باید جنگ وسي، خو موږ باید د هغوی ځالې، د هغوی شبکې او ملاتړې ډلې ونه زغمو.

موږ باید داسي ارگانونه چې د سخت دریځی له لارې خپل سیاسي منطقوي هدفونه لری، له منځه یوسو یا یې اصلاح کړو. او ټولې هغه تمویلي لارې له منځه یوسو چې ترورزم یې په پښو ودرولی دی."

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په یوه ورځنی غونډه کې د افغانستان د موجوده حالاتو او د راتلونکې پلانونو په اړه گډونوالو ته وویل چې افغانستان په تیرو اوو کلونو ډیر پرمختگ کړی دی خو نړیواله ټولنه باید دهیواد د امنیتي ځواکونو په تقویه کولو کې مرستې وکړې.

جمهور رئیس وویل چې د ترورزم سره د مقابلې لپاره تر ټولو مطمعنه او کم مصرف لار د افغان ځواکونو روزل دي.

نن د سه شنبې په ورځ د هالنډ د هاگ په ښار کې شا او خوا اویا هیوادونه او د ملگرو ملتونو عمومي منشي او نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ثبات، راتلونکې تگلارې او د نړیوالو د ستراتیژی په اړه غونډه کوي.

که څه هم دا غونډه د افغانستان سره د مالي مرستې لپاره نه ده جوړه شوي خو د امریکا د بهرنیو چارو زیرې اعلان وکړ چې امریکا به د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو سره څلویښت ملیونه ډالره مرسته وکړې.

اروپایي هیوادونو هم د انتخاباتو، د پولیسو د روزنې او د راتلونکو دوو کالو د پرمختیایي چارو لپاره د ٧٩ میلیونه ډالرو اعلان وکړ.

په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز ثبات د ټینگښت لپاره دپلوماسي او ملکي بیارغاونه هم باید د پوځي عملیاتو سره مل شي. دا خبره په هاگ کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د پیلیدو نه څو شیبې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وکړه.

کلنټن: "دا ځل د افغانستان د پرمختگ سره زموږ تعهد د ټولې نړی د راتلونکې لپاره ډیر مهم دی. د ټولو ازادي طلبه خلکو لپاره ډیر مهم دی، د هالنډ او د امریکا د خلکو لپاره ډیر مهم دی چې د ژوند ارزشونه یې یو ډول دي."

د هالند د بهرنیو چارو وزیر د میرمن کلنټن سره په گډ خبري کنفرانس کې د دپلوماسی او بیارغاونې پر چارو ټینگار وکړ.

ماکسیم ویغافن: "د افغانستان او سیمې ته یوازي د پوځي عملیات امن نه شي راوړی. دپلوماسي او بیارغونې هم یو برابر رول لري. افغانان او زموږ د هیوادونو خلک ټول باید په افغانستان کې زموږ د ستراتیژی نه خبر شي."

د تیرې جمعې په ورځ د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وویل چې د اولس زره ځواکونو سربیره به څلور زره ځانگړي روزونکې د افغانستان د اردو د تقویه کولو او سلگونه نور ملکي دپلوملتان او مسلکي خلک د بیارغاونې د پروسې د گړندی کولو لپاره افغانستان ته ولیږي.

XS
SM
MD
LG