د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا پوځ ېو تنکی زلمی په خوست کې وژلی دی


د امرېکا پوځ واېې چې عسکرو ېې ېو تنکی زلمی هغه وخت وژلی دی چې سهار دوخته ېې نن د سه شنبی په ورځ په مشکوکو افراطېانو پسی لټه کوله.

د امرېکا د پوځ نطاق رېک هېلمر واېې چې دافغانستان او امرېکا قواوې د خوست ولاېت په ېوه علاقه کې له اوسېدونکېو نه وغوښتل چې په ارامۍ سره له خپلوکورونو نه ووزی.

هغه ووېل چې دولس کسان او څوارلس ماشومان ووتل خو دا تنکی زلمی ونه وت. نطآق واېې چې تردې وروسته دغه هلک ناڅاپه حرک وکړ او عسکرو پرې ډزې وکړی.

وروسته له دېنه بېا عسکرو ته معلومه شوه چې هغوی ېو پنځه لس کلن هلک وېشتلی دی.

د امرېکا د پوځ نطاق واېې چې پوځ په دې خواشېنی دی او ددې تر تېبات ېې ونېول چې د جنازې مصارف ورکړی.

دامرېکا پوځ واېې چې د سبرېو په اولسوالی کې اته مشکوک افراطېان په جلا چپاو کې، د بم جوړولو په ېوه ځاې کې توقېف شول.

دغه ځاې د خوست د ښار شمال لوری ته پروت دی.

دافغانستان دکورنېو چارو وزارت واېې چې د افغانستان پولېسانو دېرش افراطېان داورزگان په ولاېت کې د علمېاتو په ترڅ کې ووژل . ددغې پېښیی په باب نور تفصېلات ندی راغلی.

XS
SM
MD
LG