د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي څیړونکی: هاگ غونډه ښيي افغانستان سیمییز مشکل دی


د افغانستان په اړه د هاگ په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د گاونډي هیوادونو آستازو هم برخه اخیستې ده.

له شان ډوگان نه پوښتنه وشوه چې د هاگ کنفرانس نتایج به د افغانستان پر عمومي وضعې او آیندې باندې څه اغیزه ولري؟

دی وايي، د هاگ د کنفرانس دایرېدل یو لوی پرمختگ دی. دا په دې معنی ده چې د افغانستان مسئلې ته د یوې سیمییزې معضلې په توگه کتل کیږي او دا چې ددې لپاره سیمییز اقدامات په کار دي. دا هم ډیره مهمه ده چې په خبرو کې ایران ته هم برخه ورکړل شوې ده،حتی که له ایران سره د افغانستان د مسئلې په اړه په ډیره ټیټه سطح هم خبرې وشي. تهران نه غواړي چې په کابل کې یو راډیکال سني رژیم قدرت ته ورسیږي او دوی دا هم نه غواړي چې په سرحد کې یې ناامني وي، په ایران کې موږ ولیدل چې په دې وروستیو کې د نشيي موادو قاچاق یوه لویه ستونزه وه.

ښاغلی ډوگان وايي، که د افغانستان په ارتباط د ایران لږ همکاري که په ټیټه سطح هم وي، را جذب شي، نو دا به ډیر مهم پرمختگ وي.

د هاگ په غونډه کې د افغانستان نور گاونډي هیوادونه هم برخه لري. د امریکا د پرمختیا په مرکز کې د افغانستان د چارو له ماهر نه پوښتنه وشوه چې دده په نظر د افغانستان په آینده کې به د نورو گاونډي هیوادونو رول څنگه وي، په خاص ډول پاکستان چې دا وخت پخپله د داخلي تشدد د پیښو ښکار دی؟

ښاغلی ډوگان وايي، دوی مهم رول لري. د مثال په توگه پر سرحد باندې د ورانکارو د تگ راتگ په مخنیوي کې د پاکستان رول ډیر مهم دی؛ د هغو مستقیمو او غیرمستقیمو تماسونو له آمله چې د پاکستان امنیتي قواوې او استخبارات یې د سرحد په دواړو خواوو کې له افراطیانو سره لري او له پاکستان نه د امریکا دا غوښتنه چې دغه اړیکې ختمې کړي.

شان ډوگان وايي، په خبرو کې د هند گډون ځکه ضروري دی چې پاکستان اندېښنه لري چې ځنیې ورانکارې له هند ته د دوی خاورې ته ننوځي. که هند ددې خبرې اطمنان ورکړي چې د دوی له لورې کوم مشکل نه پیښیږي، نو دا به د پاکستان په قبایلي سیمو کې د افراطیت په مخنیوي کې مرسته وکړي، چې دا کار د ټولې سیمې د امنیت په گټه دی.

د امریکا حکومت د تیرې جمعې په ورځ، د افغانستان او پاکستان لپاره په خپله نوې ستراتیژئ کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به په زرگونو اضافي عسکر لیږي او همدارنگه په پاکستان کې به د پرمختیايي چارو سره به په میلیونونو ډالر مرسته کوي. د افغانستان د چارو له امریکايي کارپوه نه پوښتنه وشوه چې دده په نظر د افغانستان او پاکستان عکس العمل څنگه و؟

شان ډوگان وايي:"زما په نظر هغه څه چې جمهور رئیس اوباما تیره اونۍ اعلان کړل، تر ډیره حده دې خبرې ته اشاره وه چې د امریکا هدفونه څه دي.

زما په عقیده جمهور رئیس وغوښتل ووايي چې امریکا نه غواړي داسې په ساده له افغانستان نه تیر شي. دا د ملک د ملي امنیت په گټو پورې اړه لري او موږ به تر یوه وخته پورې هلته پاتې یو. نه دا چې د تل لپاره به هلته پاتې یو".

ډوگان وايي، افغانستان ته د ١٧ زره عسکرو او څلور زرو روزونکو لیږل او د افغانستان او پاکستان له پرمختیايي چارو سره د مرستې ژمنه د امریکا هغه تعهد ښيي چې غواړي په سیمه کې د یوه قوي متحده او ملگري په توگه پاتې وي.

او نه غواړي چې د ١٩٩٠ لسیزې هغه تجربه بیا تکرار کړي چې امریکا د افغانستان او پاکستان خلک او حکومتونه شاته پرېښودل.

XS
SM
MD
LG