د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د ولاېتی شورا په دفتر  کې ۱۷ تنه ووژل شول


د افغانستان د حکومت مامورېن واېې چه د قندهار د ولاېتی شورا په دفتر باندی په حمله کې لا اقل ۱۷ تنه ووژل شول.

د حکومتی مقاماتو په وېنا ددغه حملې نه مخکی لومړی د ولاېتی شورا د دوانئ نه بېرون دبم ېوه چاودنه وشوه.

عېنی شاهدان واېې چه د بم د چاودنی نه سمدستی وروسته دری ټوپکوالا چی د عسکرو په شان دری شی نظامی ېونوفارمونه ېې اغوستلی ؤ په دفتر باندی ورننوتل او ډزی ېې شروع کړی.

ېوه ټوپکوالا د خپل ځان پوری تړلی بم وچاوه او خپل ځان ېې والوزوه.

د قندهار د ولاېتی شورا ېو غړی چی د حملې په دوران کی په نوموړی ودانئ کی موجود ؤ، واېې د شورا ېو غړی په ډزو کی زخمی شو.

جمهور رئیس حامد کرزی چې دا مهال د ترکیې هېواد په سفر بوخت دی، د کندهار ولایت د ولایتي شورا پر ودانۍ دا برید په کلکه وغانده.

په داسی حال کی چه افغان او خارجی قواوې لگېا دی د طالبانو د پاڅون د ماتولو لپاره جنگ ته دوام ورکوی، دوسله والو سړو حملې هم زښتی زېاتی وژونکی او مرگانئ شوی دی.

له بلی خوا، د افغانستان د کورنېو چارو وزارت نن اعلان وکړ چه د امرېکا په مشرئ اېتلافی او افغان قواو تقرېبا دېرش کسه طالبان د سه شنبی په ورځ په هلمند کی ووژل او شل کسان ېې زخمېان کړل.

د کورنېو چارو د وزارت ددی اعلان نه مخکی، وېل شوی و چه د ارزگان په ولاېت کې د امرېکا په مشرئ د اېتلافی قواو او د افغانستان دپوځ په شرېکو نظامی عملېاتو کی دېرش تنه طالبان وژل شوی دی.

د طالبانو د وسله وال پاڅون د ماتولو په غرض د امرېکا حکومت سږ کال افغانستان ته خپل نور اضافی عسکر لېږی.

د سه شنبی په ورځ د افغانستان په باب په هاگ کی دېوه نړېوال کانفرانس په دوران کی چه د اتېاو هېوادونو او سازمانونو استازو په کی برخه اخېستلی وه، د افغانستان دابادولو په باب زېات تاکېد وشو او د سېمی د هېواودنو تر منځ د همکارئ غوښتنه په کې شوه.

په دغه نړېوال کانفرانس کی د افغانستان د امنېت او اقتصاد د ښه کولو او سېاسی ودې په هکله هم سلا مشوری وشوی.

XS
SM
MD
LG