د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او زرداری په انقره ملاقات وکړ


د افغانستان جمهور رېس حامد کرزي نن په انقره کید پاکستان د جمهور رېس اصف علی زرداری سره ملاقات وکړ او د دواړو هېوادونو په منځ کی ېې د امنېت په ښه کولو، د استخباراتی اطلاعاتو د شرېکولو، او د شرېکی پولې په اوږدو کی د تندروانو دحملو په وجهد دواړو هېوادونو تر منځ د را پېدا شویتشنج د کمولو په باب خبری وکړی.

دا درېم ځل دی چه د ترکې د حکومت په بلنهد دواړو ملکونو مشران په انقره کې خبری کوی.

لومړی وار په کال اوه د پاسه دو زره مېلادی کی د افغانستان او پاکستان مشرانوپه ترکېه کی خپلی خبری کړی وی.

د ترکېې حکومتی مامورېن واېې چه جمهور ریس کرزي او اصف علی زرداری ترمنځ د خبرو په وخت د افغانستان او پاکستان د استخباراتو لوړ رتبه مامورېن هم موجود ؤ.

دا ملاقات پرون په هاگ کی د افغانستان په باب دېوه نړېوال کانفرانس په پای کېږی.

ددی نړېوال کانفرانس ېو مهمهدف داؤ چه د افغانستان د امنېت د ښه کولو نه علاوه د پاکستان په قباېلی سېمو کی د امنېت د ښه کولو په لارو چارو باندی سلا مشوره وشی.

XS
SM
MD
LG