د لاس رسي وړ اتصالات

مولین: روان کال په افغانستان کی له ستونزو ډک کال دی


د متحده ایالاتو تر ټولو ستر جنرال واییروان کال په افغانستان کی د جمهور ریس بارک اوباما د نوي ستراتیژی د عملی کېدلو دپاره له ستونزو ډک کال دی.

د لویو درستیزانو د کمېټې ریس جنرال مایک مولین پژرون په واشنگټن کی د جنوبی او مرکزی اسیا د عالی رتبه منصبدارانو په غونډه کی وینا کوله.

جنرال مایک مولین پر عالی رتبه پوځی صاحب منصبانو باندی ږغ وکړ چی په افغانستان کی د ثبات د ټینگولو دپارهد متحده ایالاتو سهر لاس یو کړي او وې ویل چی وخت تر هر څه مهم دی.

"تاسي ته دا معلومه ده چی زه وایم همدا اوس هغه وخت دی چی دغه سترایژی په عاجله توگه عملی سی. په افغانستان کی په دې تېرو دریو کلونو کی حالات مثبتی خواته نه دي روان.

د ناکراریو او حملو اندازه ډېره زیاته سوې ده. زما سره دا وېره ده چی نړۍ وال اقتصادی بحران به نه یوازي پر افغانستان او پاکستان باندی اغېزه وکړي بلکه موږ به ټول به ونه کړای سو چی په اینده کی د دغی ستونزي د حلولو توان ولرو.

نو زه وایم چی ډېر ژر باید اقدام وکړو ځکه چی روان کال د جمهور ریس اوباما د نوي ستراتیژید عملی کولو دپاره ډېر زیات مهم دی."

د امریکا لوی درستیز هغی نوی ستراتیژی ته اشاره کوله چی جمهور ریس اوباما د جمعې په ورځ اعلان کړه. په دې ستراتیژی کی تر ټولو مهمه خبره القاعده او نورو ټروریسټی ډلو ته ماته ورکول دي، او د نورو شیانو ترڅنگ د زیاتی سیمه ایزی همکاری غوښتنه کوی.

لوی درستیز مولین وویل:

"زموږ د متحده ایالاتو پوځ فیصله کړې ده چی دغه کار به کوی.موږ په دې پوهېږو چی ددغی ستراتیژی د عملی کېدلو دپاره به ستاسی سره همکاري کوو. او موږ په دغه برخه کی ستاسی د نظریاتو اورېدلو ته سترگي پر لاری یو."

لوی درستیز مولین وویل هر څونه چی بین المللی ټولنه په افغانستان کی د امنیت په ټینگولو زیات وخت تېروی په هغه اندازه به په هغه هیواد کی د خارجی پوځیانو د اوسېدلو موده اوږدېږی.

ده دغه راز وویلد دوشنبې په ورځ په لاهور کی د پولیسو د روزني پر اکاډیمی باندی حمله د دې خبري بل ثبوت دی چی افراطیان د افغانستان ترڅنگ پاکستان هم تهدید وی. ده وویلد پاکستان مشران په دغه حقیقت پوهېږی او ددغی ستونزي سره د مقابلې دپاره په کار پیل کوی.

لوی درستیز مایک مولین لږ وروسته له هغه دغه وینا وکړه چی په افغانستان کی د امریکا هغه صاحب منصب چی د پولیسو او عسکرو روزنه یې په غاړه ده وویل چیدده دفتر واشنگټن تهیو پلان لېږلی دی او غواړی چی په افغانستان قواوي تر هغه ډېری زیاتی سی چی مخکی یې منظوری ورکړه سوې ده.

ناټو اود افغانستان حکومت موافقه کړې ده چید کال ٢٠١١ تر پایه پوری به د افغانستاند عسکرو شمېر ١٣۴ زرو او د پولیسو شمېر به یې ٨٢ زرو تنو ته رسوی.

تورن جنرال ریچارډ فورمیکاد سه شنبې په ورځخبریالانو ته وویلچی دغه شمېرې باید تقریبادوه چنده سی، مگر پر دغه پلان باندی د ایتلاف له نورو ملگرو هیوادونو سره بحث نه دی سوی او نه واشنگټن او نهدافغانستان څکومت منظور کړی دی. جنرال فورمیکا وویل.

"دا پلان باید په بشپړه توگه وڅړل سی، او کله چی بحث ورباندی وسو نو بیا به موږ د پولیسو او عسکرو د هغه شمېر په باب فیصله کوو چی د افغانستان د ثبات دپاره لازم دی، او د افغانستان حکومت او خلک یې د ایتلافی قواوو په مرسته تر عهده وتلای سی."

جنرال فورمیکا واییهغه به څلور زره اضافی امریکایی پوځی روزنکي، چی جمهور ریس اوباما یې د جمعې په ورځ منظوری ورکړې ده د افغانستان نسبتا ناکراري جنوبی سیمی او لوېدیځی سیمی ته ولېږی.

دی وایی د افغانستان له هر پنځه سوه کسیز کنډک سره به د متحده ایالاتو دیارلس تنهپوځیان ملگري وي او دغه راز به د پولیسو له قطعاتو سهر هم کار کوی.

دی وایی دغه پوځی روزنکي بهد امریکا او ایتلاف پر هغو روزونکو قطعو برسېره وي چی د افغانستان په نورو سیمو کی په فعالیت او کار لگیا دي.

XS
SM
MD
LG