د لاس رسي وړ اتصالات

په کال ١٩٢۴ کی هیټلر د باوریا په ایالت کی په پنځه کاله بند محکوم شو


د کال ١٩٢۴ د اپرېل پر لومړۍ نېټه په جرمني کی د نازی گوند مشر اډولف هیټلر د باوریا په ایالت کی د یوه ناکام ښورښ د رهبری کولو په گناه په پنځه کاله بند محکوم سو.

د ١٩٢٠ په لسیزه کی د هیټلر په نازی گوند کی ډېر زیات کسان ځکه شامل سول چی د هغه هیواد له ډیموکراټیک څکومت، چپی پالیسیو او یهودانو څخه یې نفرت درلود.

هیټلر او د هغه ملگرو د کال ١٩٢٣ د نوامبر په میاشت کی په زورد حکومت نیولو د پاره لومړنی کوښښ وکړ خو د هغه ښورښ ناکام سو او دی پخپله د خیانت په تور په پنځه کاله بند محکوم سو.

هغه په بندیخانه کی خپل د ژوند خاطرات ولیکل او په بندیخانه کی تر نهو میاشتو تېرولو وروسته د هغه د نازی گوند د فشار په وجه له بنده خوشی سو.

په را وروسته څو کالو کی هیټلراو د نازی گوند نورو مشرانو خپل گوند له سره تنظیم کړاو په کال ١٩٣٢ کی یې د جرمني په پارلمان رایشتاگ کی اکثریت تر لاسه کړ.

هیټلر په کال ١٩٣٣ کی د جرمني صدر اعظم سو او د قدرت په هغو لومړنیو شپو کی یې د عمومی انتخاباتو د کېدلو غوښتنه وکړه.

د نازی مشر هرمن گویرینگ تر مشری لاندی پولیسو د انتخاباتو څخه مخکی د گوند ټول مخالفین وځبل او نازیانو په رایه گیری کی اکثریت ترلاسه کړ.

ددې رایه گیری څخه وروسته هیټلرد جرمني ټول واک اخیتار ترلاسه کړ.

یو کال وروسته د جرمني جمهور ریس پال وان هینډربرگ وفات سو او د جرمني د ډیموکراټیک حکومت وروستني موسسات منحل سول.

خیټلر د جرمني یوازینی واکدار سو او د نړی وال جنگ او عامو قتلونو نقشې یې طرح او عملی کړې.

XS
SM
MD
LG