د لاس رسي وړ اتصالات

نری رنځ مخ په خپرېدو دی


د روغتېا د نړېوال سازمان رئېسه واېې د نری رنځ ېوه نوی ناروغی چه ددوا په مقابل کی مقاومت ښېی،په پوره سرعت اوس دنړئ په هره خوا باندی دخپرېدلو په حالت کی ده.

دروغتېا دنړېوال سازمان رېسېمېرمن مارگرېټ اوسنئ وضع ډېره خطرناکه وبلله. د روغتېا دنړېوال سازمان رېسې دا خبرتېا نن په بېجنگ کی دتبرکلوز په باب دېوه نړېوال روغتېاېې کانفرانس په دوران کی په خپلو خبرو کی ورکړه.

په دی دری ورځنی کانفرانس کی دهغو اوه وېشتو ملکونو استازی برخه اخلی چه ددینوی خطرناک تبرکلوز ناروغان په کی ډېر شوی دی.

د ملگرو ملتونو د روغتېا نړېوال سازمان واېې چه هرکال د نری رنځ تقرېبا نهه مېلونه پېښی لېدل کېږی چه ددی جملې نه ېې تقرېبا پنځه سوه زره خلک په دې نوی رنځ باندی اخته وی او دوا هم پری هېڅ اثر نه کوی.

ددی نوی تبرکلوز هېڅ علاج او درومل نه کېږی. فعلا څو زره خلک پری اخته شوی دی.

د روغتېاېې چارو کارپوهان واېې ډاکتران به مجبور شی چه ددی نوي ډول رنځ د علاج لپارهد ېوې نوی او ډېری قېمتی دوا نه کاروخلی.

ډاکتران په دی نظر دی چه د نری رنځ ددی نوډول ناروغئ علاج به دوه سوه فېصده گران پرېوزی.

XS
SM
MD
LG