د لاس رسي وړ اتصالات

پاول برېمر: له امنیت پرته، بیا رغونه امکان نه لري


په عراق کې د امریکا د پخواني حکومت له خوا د بیارغونې د چارو څارونکی او سفیر، پاول برېمر وایي چې امنیت باید د افغانستان د چارو په سر کې ځای ولري.

ښاغلي برېمر د امریکا غږ له اشنا ټلویزیون ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې عراق او افغانستان هر یو خپل ځان ته جلا ستونزې لري خو د امنیت مسئله لکه څنگه چې په عراق کې د ارزښت وړ وه، په افغانستان کې هم د بیارغونې لپاره اړین گڼل کیږي.

نوموړي افغانستان ته د اوولسو زرو نورو امریکایي پوځیانو د لېږلو ملاتړ وکړ او هیله یې وښوده چې دغه اضافي ځواک وکړای شي په هغه هېواد کې امنیت راولي.

ښاغلي برېمر زیاته کړه چې په افغانستان کې د عراق برعکس، فرقوي تشدد نه لیدل کیږي خو خلک یې له سختې بې وزلۍ سره مخ دي او خوړو او د ژوندانه نورو لومړنیو اسانتیاوو ته سخته اړتیا لري.

نور عکسونه

XS
SM
MD
LG