د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ـ پاکستان: د غربي کارپوهانو نظرونه


جمهور رئیس اوباما په خپله نوې ستراتیژئ کې افغانستان ته د اضافي عسکرو په لیږلو او د سیمییزې ډیپلوماسئ په تقویه کېدو ټینگار کړی دی.

رای گوټمن د مکلیچي ورځپاڼې مدیر او د افغانستان په اړه د یوه کتاب لیکوالی دی. دی وايي، د اوباما ستراتیژي نه یوازې د نړۍ مشرانو ستایلې بلکه په امریکا کې هم د دواړو مهمو سیاسي گوندونو د توافق سبب شوې ده.

اصلي مشکل القاعده دی چې په ١٩٩٠مه کې یې په افغانستان کې زور واخیست. وروسته د یوولسم سپتمبر او د امریکا له حملې وروسته دوی وتښتېدل او په قبایلي سیمو کې یې ریښې وغځولې.

زما په خیال دا لومړی ځل دی چې امریکا د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره ستراتیژي جوړه کړې چې د نړۍ په دغه برخه کې د تروریزم په خلاف مبارزه وشي او ددغو ملکونو له پرمختگ سره مرسته وشي. تر اوسه چې کوم کارونه روان وو، دومره عمومیت یې نه درلود.

ښاغلي گوټمن وايي، له دې علاوه چې په نوې ستراتیژئ کې افغانستان ته د ١٧ زره تازه عسکرو او څلور زرو نظامي روزونکو د لیږلو ژمنه شوې، د سیمې د پرمختیا چارو او ډیپلوماسئ تقویه کولو ته هم پام شوی دی.

"د افغانستان اقتصاد تر ډیره پر کوکنارو او د اپینو پر کاروبار ولاړ دی. موږ باید له افغانانو سره د هغوی د یو ریښتیني اقتصاد په تقویه کولو او نورو فصلونو په کرلو کې مرسته وکړو. سرکونو، ښوونځیو، محلي واک ته ضرورت دی. په پاکستان کې بیا اصلي ستونزه په قبایلي علاقه کې ده.

په دغو قبایلي سیمو کې حکومت ډیر لږ سرمایه گزاري کوي. دا داسې یوه سیمه ده چې د القاعده او طالبانو په څیر راډیکالې ډلې په آسانئ سره ریښې غځولای شي.

په ډیپلوماتیکه برخه کې، گوټمن وايي، اساسي مشکل دا دی چې واشنگټن څنگه وکړای شي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزې منافع ایجاد کړي.

"د امریکا منافع ددغه ملک د خارجي پالیسئ اساسي هدف دی. خو دې هدف ته رسیدل تر هغو امکان نلري چې ددغو هیوادونو منافعو ته په پام سره له هغوی سره مشترک کار ونشي".

په امریکا کې افغان ژورنالست وايي، د افغانستان لپاره د اوباما ستراتیژي امکان پذ‏یره ده، خو دی وايي چې ډیر افغانان د خارجي قواوو له زیاتېدو سره مخالف دي. دی وايي، ډیر ټینگار باید په بیارغاونې او د طالبانو په شمول د مخالفینو په پخلاینې وشي.

"متاسفانه، په تیرو اوو کلونو کې، ډیر لږ د چارو حساب ورکړل شوی دی. د بیارغاونې پیسې پر ځای نه دي لگېدلي. په افغانستان کې انتخابات راروان دي. که صحیح شخص انتخاب شي او داسې یو کاري ټیم جوړ کړي چې بیارغاونې او سولې ته کار وکړي او خارجي مشاورین ورسره مرسته وکړي، نو زه باوري یم چې وضعه به ډیره ښه شي".

د امریکايي پوهنتون پروفیسر اکبر احمد هم د امریکا نوې ستراتیژي ستايي. اکبر احمد چې پخوان د بلوچستان د آیالت عالي کمیشنر او دوزیرستان مسئول هم تیر شوی دی، خبرداری ورکوي چې په سیمه کې د ثبات لپاره په کار دي چې د روان مشکل د غټېدو مخه ونیول شي.

"زما په نظر دغه مشکل تر هغه ډیر لوی دی چې جمهور رئیس اوباما یې فکر کوي. که دا ستراتیژي په سیمه کې سمه پلې نشي، زه باور لرم چې جدي خنډونه به راپیدا شي. د پاکستان حکومت باید قبایلي سیمې بیرته ونیسي او خپل واک پکې پلی کړی.

XS
SM
MD
LG