د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د دفاعي چارو مامورینو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل


د چین د دفاعي چارو مامورینو د چهار شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د راولپنډۍ په ښار کې ولیدل.

او د راتلونکو پوځي همکاریو په ترڅ کې یې د جی اف ١٧ جنگي الوتکو او د اف ٢٢ پي ډوله بیړیو په شمول خبرې وکړې.

دواړو غاړو د علاقی وړ خبرې ترسره کړې چې څه ناڅه دواړه غاړی دغی لاسته راوړنې ته نژدې هم ښکاري.

د پوځي چارو اوه کسیزې ډلې د پاکستان د دفاع وزیر سره ولیدل او وی ویل چې موږ به خپلو پوځي همکاریو ته قدم په قدم دوام ورکړو په ځانگړې توگه اوسمهال چې سیمه د ترهگرۍ سره په جگړه کې ښکیل ده.

د چین سمندري ځواکونه د تیرې میاشتې راهیسې د پاکستان سره خپل تمرینونه ترسره کول پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG