د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د شلو سترو صنعتي او مخ پر ودی هیوادونو مشران لندن ته رسیدلي دی


د نړۍ د شلو سترو صنعتي او مخ پر ودی هیوادونو مشران لندن ته رسیدلي چې په کیدونکی غونډه کې د نړیوال اقتصادي بحران د له منځه وړلو لپاره چټک گام اوچت کړي.

د بریتانیې صدر اعظم گوردن براون نن سهار د ایکسل کنفرانس کې د گډون لپاره د جمهور رئیس بارک اوباما په گډون د نړۍ د نورو مشرانو هرکلی وکړ.

ښاغلي اوباما د اروپايي حکومتونو نه وغوښتل چې د اقتصاد د پرمختگ لپاره نوری پیسې هم ولگوي.

خو فرانسې او جرمني ددی خبرې سره مخالفت وکړ او وی ویل چې زیا ته توجه دی پهاقتصادي بازار کې پر قوي مالي اصلاحاتو راوستلو وشي.

ښاغلی اوباما او گوردن براون چې د غونډې کوربه توب کوي وایې مطمئین دي چې د غونډې په پای کې به یوه قوي موافقه لاسته راوړي.

XS
SM
MD
LG