د لاس رسي وړ اتصالات

په ستراسبرگ کې د ناټو د غونډې په درشل کې پراخې مظاهرې


مظاهره کوونکو تیره ورځ د فرانسې په سترسبرگ ښار کې چیرته چې ټاکل شوی د ناټو پنځه ویشت مشران چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما هم پکې شامل دی کوربه وي د ناټو بیرغ وسوزو.

د ناټو غونډه د جمعی په ورځ په سترسبرگ او د جرمني په دوو ښارونو کې کیدونکی ده.

د غونډې په درشل کې د چمتوالي لپاره ټاکل شوو مامورینوپه داسی حال کې خپل کارونه پای ورسول چې سخت امنیتي ترتیبات هم ورته نیول شوي دي.

مظاهره کوونکي په کوڅو او لارو په منظمه توگه راوتلي او د ناټو ضد شعارونه ورکوي.

یو شمیر یې په ملنډو منظم لباس اغوستې او د ښار په کوڅو کې لاریون ترسره کوي.

د جرمني او فرانسې شاوخوا پنځه ویشت زره امنیتي ځواکونو د وضعیت د څارلو لپاره گمارل شوي .

XS
SM
MD
LG