د لاس رسي وړ اتصالات

پټریس: افغانستان کې بری دوامداره هڅه غواړي


په افغانستان او عراق کې د امریکا د قواوو عمومي قومندان د ملک پارلمان ته وویل په افغانستان کې د بري لپاره اساسي او دوامداره هڅو ته ضرورت دی.

جنرال ډیویډ پټریاس د پارلمان یوې کمیټې ته خبرې کولې. د پارلمان ځینو غړو د افغانستان د روانو حالاتو له آمله اندېښنه لرله او شک یې وښود چې آیا پاکستان په رښتیا هم له افغانستان سره پر خپل سرحد باندې د افراطیانو مخنیوي ته متعهد دی.

جنرال پټریس خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې به په ډیر لنډ وخت کې بری ممکن نه وي. هغه وویل، اسلامي بنیادگرايي یوازې په افغانستان کې نه بلکه په گاونډي هیواد پاکستان کې هم یوه ستونزه گرځېدلې ده.

"هغو تندروانو چې په ناامنه سرحدي سیمو کې پټ مرکزونه جوړ کړي دي، یوازې د افغانستان په ختیځو او جنوبي برخو کې امنیت ته خطر نه بلکه پاکستان ته یې هم خطر پیښ کړی دی".

پټریس د امریکا پارلمان ته ددې لپاره ورغلی و چې د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما پر نوې ستراتیژئ بحث وکړی.

هغه د مشرانو جرگې د دفاعي چارو کمیټې ته وویل، په نوې تگلارې کې د القاعدې او نورو ترهگرو ماتولو ته د اولیت حق ورکړل شوی او ددې لپاره د سیمییزې همکارئ پر زیاتېدو باندې ټینگار شوی دی.

ددغې کمیټې رئیس، د میشیگن د آیالت دیموکرات سناتور کارل لیوین پوښتنه ده وه چې ولې باید په افغانستان کې پرمختگ په پاکستان کې له بري سره وتړل شي.

"زه د حکومت له ځینو هغو اعلامیو سره مخالف یم چې وايي، په پاکستان کې له بري پرته په افغانستان کې پرمختگ ناممکن دی. موږ باید د افغانستان آینده په بشپړ ډول د پاکستان په خوا کې د روانو چارو له کامیابئ او د پاکستان د حکومت له پریکړو سره و نه تړو. زه په دې اړه شک لرم چې پاکستان غواړي یا ددې توان لري چې پ خپلو سرحدي سیمو کې امنیت ټینگ کړي".

پټریس وویل، د پاکستان پوځ د تندروانو په خلاف عملیات زیات کړي، خو ویې ویل نوره هڅه هم پکار ده. هغه وویل، د پاکستان مسئولین په دې باور دي چې د افراطي ډلو له خوا دغه ملک ته تر هغه زیات خطر پیښ کړی چې د هند له خوا نه پاکستان ته پیښ دی.

"دا په دوی پورې اړه لري او په دې باور لري چې د دوی د ملک وجود ته اصلي خطر د ختیځ له خوا نه بلکه داخلي افراطیت دی. دا هغه څه دي چې دوی په خپلو خبرو کې ویلي دي. موږ ورڅخه په شخصي ملاقاتونو کې اورېدلي. موږ ته اوس په کار دي چې له دوی سره مرسته وکړو چې دغه خبره په عمل کې تطبیق شي".

جنرال پټریاس په داسې حال کې د ملک د مشرانو جرگې ته خبرې کولې، چې تر دې یوه ورځ مخکې، په لاهور کې د پولیسو پر اکاډمۍ باندې خونړۍ حمله وشوه. د پاکستان طالبانو مشر بیت الله محسود ددې مسئولیت واخیست او ویې ویل، دا حمله یې د توغندیو د هغو حملو په بدل کې کړې ده چې د دوی پر ملگرو باندې شوي دي او خبردارئ یې ورکړ چې پر واشنگټن باندې به حمله وکړي.

جنرال پټریاس وویل، دغه خبرداری یې جدي نیولی او استخباراتي کارپوهان پر دې غور کوي چې آیا طالبان په رښتیا هم د داسې حملو توان لري.

ډیرو سناتورانو دا پوښتنه لرله چې څنگه ممکنه ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره له نوې ستراتیژئ سره دا خبره یقیني کړل شي چې دا به د پرمختگ سبب شي.

د مین د آیالت جمهوري غوښتونکې سناتوره سوزن کالینز:

"موږ څنگه کولای شو معلومه کړو چې نوې ستراتیژي کار ورکوي؟ موږ څنگه کولای شي وپوهیږو چې گټونکي یو؟".

د خارجه وزارت د پالیسئ د چارو مرستیال میشل فلورنيویول، حکومت یې په دې اړه کار کوي چې د بري نښې معلومې کړي او ویې ویل چې د راپورته شویو تندروانو د ځپلو لپاره یې د ډیرو عسکرو د لیږلو پریکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG