د لاس رسي وړ اتصالات

اېا اوباما په افغانستان کې دلوشو له ډنډ نه ځان ساتلی شي؟


د ټاېمز مجله لېکی چې اېا اوباما په افغانستان کې د لوشو اوسرېښو په ډنډ کې له نښتلو نه ځان ساتلی شی اوکه نه؟

د مقالې لېکوال جوکلاېن لېکی چې کله جمهور رئېس اوباما دامرېکا د خارجی پالېسۍ د جدی شخړی ېعنی د افغانستان او پاکستان په برخه کې؛ خپل اولنی مجلس دملی امنېت له لوړپوړه سلاکارانو سره وکړنو د مجلس ېو شمېر جگپوړه چارواکی په افغانستان او پاکستان کې د جنگ دخرابېدونکی حالت په اورېدو گنگس او گېچ شول.

د ټاېم مجله لېکی چې له هغه وخت راهېسی په دغو دواړو ملکونوکی حالت نور هم پسی خراب شوېدی.

په دواړو هېوادونو کې حکومتونه داساسی قانون له شخړو سره مخامخ دی.د دواړ جمهورو رئېسا نو حآمد کرزی او اصف علی زرداری حکومتونه د گډوډۍ په درشل کی دی. د سرحد دواړو خواته جگړه هم پسی خرابه شوېده.

په دې لړکې د پاکستان طالبانو د سوات دره نېولی ده. د سوات دره له اسلام اباد نه ېوازې سل مېله ېا ١٦٠ کېلومتره لېری ده. دخېبرپه دره کې ېې چې په افغانستان کې دناټو لپاره داکمالاتو رسولو لاره ده، طالبانو تباهی او بې نظمی جوړه کړېده. دافغانستان طالبانو په کابل کې هم ناڅاپې تروورېستی حملی پېل کړېدی.

ټاېم لېکی چې جمهور رئېس اوباما په خپله اوله فېصله کې د نظامی قواو د اعلی قوماندان په توگه افغانستان ته داولس زرو نورو عسکرو لېږل منظور کړل.

اوباما په خپله انتخابی مبارزه کې څو څو ځلې وېلې وو چې داجگړه ددې لپاره پېل شوې وه چې اسامه بن لادن ونېول شی او القاعده تخرېب او گډه وډه سی. هغه به وېل چې دا جگړه زموږ ملی گټی خوندی کوی او پکارده چې وگټل سی.

د ټاېم مجله لېکی چې ددی کار لپاره د امرېکا د خارجی پالېسی نوی کتنه د افغانستان او پاکستان په برخه کې پېل شوه. کله چې اوباما جمهوررئېس سو نو په دې وخت کې دری نوی کتنی او څېړنی د پالېسی په برخه کې ورته وړاندی شوی خو ېوه ېې هم په بشپړ ډول د قناعت اورضاېت وړنه وه.

دانوېوڅه دارېانتېا خبره وه ځکه چې په دې نوېو کتنو کې ېوه کتنه او څېړنه د جنرال ډېوېډ پېټرې ېس وه. جوکلاېن لېکی چې په دې دری واړو کتنو کې ېوه نوی کتنه جنرال ډگلس لوت، د بش د وخت د جگړی ماهر، کړی وه؛ اوداډېره ارزښتمنه وه.

دمقالې لېکوال جوکلاېن لېکی چی جنرال لوت، له طالبانو سره په جگړه کې د پاکستان د پوځ په لېوالتېا باندی شک لری. هغه په همدی اندازه په افغانستان کې د ښاغلی کرزی پر حکومت باندی هم شکمن دی او انتقاد پرې کوی.

خو دهغه په کتنه کې دومره تفصېلات نه وو چې په اېنده کې به څه کوو.

په دې توگه امروسو چې د افغانستان او پاکستان په هکله دې دامرېکا د پالېسۍ په څلورمه نوی کتنه پېل وشی.

دا کار د بروکنگز په انستېتېوت کې ېوپوهاند بروس رېډل پېل کړ. په دې پالېسی کې چې څو ورځی مخکی اعلان شوه دامرېکا اهداف او تر جېحات روښانه شول.

په دې کې د پاکستان دستونزوپه پرتله دافغانستان ستونزې کمی ښکاری. د اوباما داداری ېوه چارواکی ووېل چې زموږ اصلی مقصد باېد د پاکستان خواته سرحدی سمېوکې د القاعده او طالبانو دسېب د ځاېونو بندول وی. که چېری داکار سرته ورسېږی نو بېا په افغانستان کې د بغاوت چاره کېدلی شی.

ټاېم لېکی چې داخبره په کافې اندازه معقوله ښکاری خو ېوازېنی ستونزه داده چې تارېخ داثابته کړېده چې داکار ناممکن دی.

مجله لېکي چې برتانوېانو په ١٩مه پېړی کې په همدغه سېمه کې مبارزه کړی وه چې اوس پکی القاعده او طالبان پراته دی. هغه وخت د برتانوېانو پالېسی داوه چې سرحدی قباېل خلع سلاح کړی. خو داېې هم وېلی وو چې ددې کار سرته رسول دومره دردناک،گران او اوږد کارد ی ته به واېې چې څوک چې د کټه غومبسو او غالبوزو له سېل نه، په لوڅو گوتو نېښونه راوباسی.

ټاېم لېکی چې دغی سېمی ته اوس د پاکستان شمال غربی سرحد واېې، که څه هم هغه وخت برتانوېانو په بشپړ وحشت او بېرحمی په دې سېمه باندی کنترول ساتلی وخو هېڅکله ېې په بشپړ ډول تابع نکړله. په اوسنی وخت کې ددغی سېمی دتابع کولو فرصتونه لانور هم سخت شوېدی. له بل پلوه څرگنده ده چې موږ پر پاکستان باندی حمله نه کوو.

خوموږ باېد پاکستان په دې قانع کړو چې په خپله داکار وکړی. خو په ماضی کې موږ په دې برخه کې ډېره کامېابی لاسته نده راوړی. په حقېقت کې دپاکستان پوځ او استخباراتو له طآلبانو سره په افغانستان کې دهند د نفوذ د خپرېدو دمخنېوی لپاره مرسته کړېده. لکه څنگه چې هغوی د لشکرطېبه په څېر نورو جهادی ډلو سره مرسته کوله.

د ټاېم مجله د رېډل د کتنی او څېړنی دېوه غړي له قوله لېکی چې زموږ امېد دادی چې د پاکستان پوځ په دې پوه شی چې طالبان ددوی دهېواد موجودېت ته خطر پېښوي. هغه ووېل چې جمهور رئېس زرداری، ېقېنا په دې پوهېږی. طالبانو دهغه مېرمن بېنظېر بهټو ووژله او اوس په دې پسی گرځی. خو اېا هغه په پوځ باندی دومره اغېزه لری؟ اواېا پوځ په رېښتېا هم ددې خطر په هکله اندېښمن دی؟

د ټاېم مجله لېکی چې ښه نو څه باېد وکړو؟ داوباما په اداره کې په دې برخه کې اتفاق نظر موجود دی چې له پاکستان سره په څه ډول چلند وشی. دې پالېسی ته د جامع پالېسیۍ چې ډېرې پېسی ورسره ملگری وی نوم ورکول کېدلی شی. په دې برخه کې دېپلوماتېکه وظېفه داده چې د هند اوپاکستان توجه راواړول شی چی په خپل منځ کې تاوترېخوالی کم کړي. دغه دواړه هېوادونه په ٢٠٠٧ کې دکشمېر په سر توافق ته نېژدی شوی وو. داکار په دې اسره باندی وشی چې دپاکستان پوځ به د القاعدې او طالبانو خلاف مبارزې ته توجه وکړی.

ټاېم لېکی چې په دې برخه کې به د جان کېری او لوگر مسودې چې واېې پاکستان ته ترراتلونکېو پنځو کلونو پورې دکال ېو نېم ملېون ډالره ورکړل شی پېسی برابری کړی.

که څه هم په دې برخه کې داډېره مهمه پوښتنه ده چې دا پېسی به په پاکستان کې چې ادارې فساد پکی هره خواخپوردی څنگه ووېشل شی او څنگه ولگول شی. خو پکارده چې ډېره څارنه او کتنه ورسره ملگری وی او پکارده چې موږ د پاکستان له پوځ سره دوستانه اړېکی له سره تاسېس کړو.

بله پوښتنه دا ده چې د افغانستان حآلت به څنگه شی؟

د ټاېم مجله لېکی نظرهغې توجه او پاملرنی ته چې پاکستان ته کېږی ، افغانستان بېا دوېمنی حېثېت غوره کوي. په دې برخه کې پکارده چې اوباما خپله ډېره مهمه فېصله وکړی.

دامرېکا پوځ داخوښوی چې عسکر هلته نورهم زېات شی او دافغانستان دټولوخلکو امنېت چې دطالبانو له بغاوت نه زېانمن سوېدی تامېن سی. خو ددی خبری مطلب به داوی چې داولس زرو نه علاوه پنځه لس زره نور عسکر هم افغانستان ته

ولېږ ل شی. کېدای شی چې داکار کامېاب شی. دافغانستان خلک طالبانو وېرولی دی خو هغوی سره له دې هم امن او دقانون حآکمېت غواړی چې د حآمدکرزی رژېم چې په اداری فساد اخته دی هغه ورته نشی برابرولی. د جنرال پېټرې ېس د بغاوت ضد تاکتېکونه په همدغو شېانو ټېنگار کوی.

خو پوښتنه داده چې که افغانستان ثانوی حېثېت لری نو ولې پرې لگښت وشی؟ ټاېم لېکی چې د اوباما ملکی سلاکاران دلوشو په ډنډ کې له نښتلو نه وېره لری. خو هغوې په دې پوهېږی چې پکارده ېوه منځنی لاره په دې ترڅ کې را پېدا شی. داوباما ېوه سلاکار په دې باب ووېل چې پکارده چې اول موږ نظامی حالات باثباته

کړودافغانستان امنېتی قواوې زېاتې کړو او روزنه ورکړو . له حکومت سره مرسته وکړو چې مؤ ثر شی. په بله وېنا امېددی چې دافغانستان د گډوډۍ مخه ونېول شی ترهغی چې موږ دېته انتظآر کوو چې پاکستان دالقاعده او طالبانو د سېب د ځاېونو خلاف قاطع عملېات پېل کاندی

XS
SM
MD
LG