د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ناټو باید د افغان ستراتیژۍ ملاتړ وکړي


د امریکا جمهور رئسی براک اوباما د ناټو له نورو مشرانو سره یو ځای ددغه تړون د شپیتمې کلیزي په مناسبت د جرمني او فرانسې په یوه سرحدي ښار کې راټول شوي دي.

تمه کیږي چې ښاغلی اوباما به د ناټو له مشرانو وغواړي چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړي.

دغه ستراتیژي د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو له مشرانو سره له مشورو او غور وروسته جوړه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وايي، اوس د ستراتیژۍ د جوړولو کار بشپړ شوی او د پلي کولو مرحله یې پیل شوې ده.

دا وايي، ددې مرحلې لپاره په کار دي چې په افغانستان کې د اړتیاوو لپاره منابع ولټول شي او یوازې ناټو دغو اړتیاوو ته ځواب ویلای شي.

"د ناټو غونډه ددې لپاره نه ده چې نوي تعهدات پکې وشي، خو دا خبره یقيني ده چې موږ به له خپلو متحدینو سره په دې بحث کوو چې په ستراتیژۍ کې د په گوته شویو ضرورتونو لپاره دوی خپل کوم منابع شریکولای شي".

حتمي نه ده چې د ضرورت وړ منابع دي، پوځي قواوې وي. اروپا ته د جمهور رئیس اوباما د سفر پر وخت میرمن کلینټن خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو د روزنې لپاره اضافي روزونکو ته ضرورت دی.

"موږ کوښښ کوو هغو لارو چارو ته توجه وکړو چې کار ورکوي، او هغه څه چې موږ باور لرو چې کار به ورکړي دا دی چې هر څومره چې ژر ممکنه وي د امنیت مسئولیت پخپله افغانان پر غاړه واخلي".

د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان په اړه د هاگ په کنفرانس کې هم د ملکي او نظامي چارو لپاره پر مالي ملاتړ هم ټینگار وکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیم جونز هم په همدې کنفرانس کې وویل چې جمهور رئیس اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره په خپلې ستراتیژۍ کې پ عین وخت کې په پوځي، ډیپلوماتیکو او پرمختیايي چارو باندې ټینگار کړی دی.

متقاعد جنرال جیم جونز چې مخکې یې د ناټو د عالي رتبه قومندان په توگه کار کړی دی، وايي اوس د متحدو ملکونو تر منځ داسې یو احساس موجود دی چې باید د افغانستان په برخه کې خپله همکاري زیاته کړي.

"له هغه ځایه چې زه له ٢٠٠٣م کال راهیسې په ناټو کې پاتې شوی یم، زه ویلای شم چې یوه نوې روحیه او احساس موجود دی. او اوس به موږ ووینو چې په عملي میدان کې یې نتیجه څه کیږي".

جنرال جونز وویل، لیدل شوي نښې نښانې تمه پیدا کوي. هغه وویل، د ناټو غړي ملکونه په دې خوشحاله دي چې جمهور رئیس اوباما د دوی نظرونه په پام کې ونیول. او د هغوی د عکس العمل په باب یې په خلاص ډول وویل چې یو نوی باب پرانیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG