د لاس رسي وړ اتصالات

ویډیو: سوات کې ښځه په دُرې وهل کیږي


د پاکستان ستري محکمې امر کړی چی د هغي ویډیو تحقیقات دی وسی چی ښیي طالبان د سوات په دره کی یوه ځوانه ښځه په دُره وهي.

محلي مامورینو د فبروري په میاشت کی په سوات کی د اسلامي یاغیانو سره یو تړون وکړ او هغوی ته یې اجازه ورکړه چی د سولي په بدل کی اسلامي شریعت نافذولای شي.

په ویډیو کی ښودل کیږي چی درو سړیو یوه ښځه چی چادري یې کړې پر ځمکه ټینگه نیولې ده او څلورم سړي هغه ٣۴ درې په داسي حال کی ووهله چی دغي ښځي عذرونه او زارۍ کولې چی خوشي یې کړی. د یوه بل سړي چی په کمره کی نه لیدل کیږی غږ اوریدل کیږی چی وایی کلکه یې ونیسئ.

د پاکستان قاضی القضات افتخار محمد چودری نن امر وکړ چی ددې پېښي په باب دي تحقیقات وسی. هغه د حکومت او پولیسو لوړرتبه مامورین ددوشنبې په ورځ محکمې ته ورغوښتي دي او د کورنیو چارو وزارت ته یې ویلي دي چی دغه ښځه دي هم حاضره کړي.

XS
SM
MD
LG