د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد کې چاودنې ٦ تنه ووژل


د پاکستان پولیس وايي، په پایتخت اسلام آباد کې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، په نننۍ پیښه کې له چاودنې سم وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د توغندي په یوې حمله کې چې فکر کیږي، د امریکا بې پیلوټه الوتکو به کړې وي، په قبایلو کې د خارجي جگړه مارانو په گډون ١٣ تنه وژل شوي دي.

چارواکو وویل، دغه حمله نن په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نږدې شوې ده.

په حمله کې یو کور په نښه شوی او فکر کیږي چې د طالبانو او القاعده غړي په سیمه کې موجود وو.

په یوه بل رپوټ کې ویل شوي چې په میران شاه کې پر یوې امنیتي پوستې باندې ځانمرگې حمله شوې او درې تنه پکې وژل شوي دي.

امریکايي مقامات وايي، د پاکستان په دغه قبایلي سیمه کې د طالبانو او القاعده کسان ځای پر ځای دي او په افغانستان او پاکستان دواړو کې حملې کوي.

په تیر یوه کال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په قبایلي سیمو کې نږدې ٣٥ حملې کړي دي.

XS
SM
MD
LG