د افغانستان لپاره د امریکا خاص استاځی او د لویو درستیزانو د کمیټی ریس کابل ته تللی چی د افغانی چارواکیو سره وگوری.
خاص استاځی ریچارد هول بروک او د پوځلوی قوماندان ادمیرال مایک مولن به د یکشنبی د ورځی د عالی رتبه غونډی مشری په غاړه ولری.
د اوباما حکومت په افغانستان او په گاونډی ملک پاکستان کی د یاغیانو د ځپلو لپاره نوی ستراتیژی اعلان کړی ده.
په دی نوی ستراتیژی کی افغانستان تهد نورو عسکرو لیږل او د د افغانستان د پولیسو د روزلو او د قباییلی سیمو د پرمختگ لپاره د نورو پیسو ورکول شامل دی .
د امریکا پوځ د شنبی په ورځ وویل چی افغانی او اییتلافی قواوو د افغانستان په جنوب کی د دوو ورځو په جگړو او بمباریو کی لږ تر لږه ٣٥ تنه یاغیان وژلی دی.
د پوځ په اعلامیه کی راغلی چی دغه جگړه د جمعی په ورځ هغه وخت ونښته چی د هلمند د ولایت د کجکی په ولسوالی کی په دی گډه گزمه باندی حمله وشوه .
امریکایی چارواکی وایی له هغه وروسته چی پوځ په متقابلو ډزو پیل وکړاو هوایی مرسته یی وغوښته شل یاغیان ووژل شول.