د لاس رسي وړ اتصالات

ځان مرگي برید د چکوال په یوه جمات کې ۲۲ کسه ووژل


د پاکستان پولیس وایي نن یکشنبې د شیعه مذهبو په یو جومات کې د بمي چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پولیس وایی چی یوه ځان وژونکی د اسلام آباد جنوب پلو په یوه کلی کی د شیعه گانو په یوه جومات حمله کړی او تقریبا دوه ویشت کسه یی وژلی.

چارواکی وایی چی د اسلام آباد جنوب پلو د پنجاب ایالت د چکوال په سیمه کی د یکشنبی د ورځی په حمله کی په لس گونو کسان زخمی شوی دی.

د پولیسو سیمه ایز قوماندان نصیر دورانی وایی چی د ځان مرگی مخه په دروازه کی ونیوله شوه، چیری چی په سل گونو شیعه گان راټول شوی وو.

هغه وایی، جومات ته د ننوتلو په درواز کې سخت امنیتی ترتیبات نیول شوی او فلزی الی ددی سبب شوی چې کمه مرگ ژوبله وشوه. هغه وایی که ځان مرگی دننه ننوتلی وای نو تر دی به یی لا زیاته مرگ ژوبله اړولی وای.

په سیمه کی عینی شاهدان وایی چی ځان مرگی یو تنکی ځوان و. هغوی وایی، د قوی چاودنی په سبب سمدستی ډیر خلک ووژل شول او دروغتون کارکوونکو دځینو زخمیانو حالت جدی گڼلی دی.

د پاکستان جمهور ریس آصف علی زرداری او صدراعظم یوسف رضا گیلانی دغه حمله په کلکه وغند له.

په جومات کی د بم د دی چاودنی مسؤلیت یوی ناپیژندل شوی ډلی په نامه دی فدایان ال اسلام په غاړه اخیستی دی.

د دی ډلی په اړه او یا د دی بم چونی سره د هغوی د تړاو له امله لږ معلومات موجود دی او چارواکو د پیښی سره د دی ډلی تړاو نه دی تصدیق کړی.

دغی ډلی په دی وروستیو وختونو کی په لاهور کی د وژونکی حملی مسولیت په داسی حال کی اخیستی و چی پاکستانی طالبانو یی هم ادعا کړی وه.

د ځان وژونکی چاودنې وروسته د ډزو اوازونه اوریدل کیدل، خو د پولیسو یو مامور خبریالانو ته وویل چې دا ډزې د وسله والو سره په نښته کې نه، بلکه د عسکرو له لورې د چاودنې په عکس العمل کې شوي دي.

"حالات دومره خراب دي چې چاودنې د امنیتي ځواکونو د روزنې د کمپونو په منځ کې کیږي. له دې معلومیږي چې زمونږ امنیت ډیر ضعیف دی."

د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله محسود د مارچ په ٣١ گواښ وکړ چې په شمال لویدیځ کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غچ کې به په پاکستان او له هغه بهر بریدونو ته زور ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړی چارواکي رحمان مالک د چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل:

"بلې مونږ معل، مات لرو چې یو شمیر ځان وژوونکي لویو ښارونو ته ننوتي دي. همدا دلیل دی چې زه له تاسو غواړم چې پوره هوښیار اوسئ چې مونږ د ترهگرۍ له دغه نوي موج سره مقابله وکړو."

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هوالبروک د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ځي.

تیره میاشت امریکا د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مسود د ځای د معلومولو او یا نیونې په سر د پنځه میلونو ډالرو جایزې د ورکړې اعلان وکړ.

د سه شنبې په ورځ بیت الله مسود وویل چې د هغه ډلې د لاهور د پولیسو د روزنې په مرکز باندې برید د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په بدل کې کړی.

د امنیتي چارو څیړوونکي وایي بیت الله مسود پخپله په امریکا کې د بریدونو د تنظیمولو وس نه لري، خو هغه د القاعده شبکې یو جز دی چې نړیوال لاس رسی لري.

XS
SM
MD
LG