د لاس رسي وړ اتصالات

په یوه کانتینر کی دپنځوسو تنو د افغان مهاجرو مړي پیدا شوی


پولیس وایی پرون د شنبې په روځ یی لږ تر لږهدپنځوسو تنو غیر قانوني مهاجرو مړي د پاکستان په جنوب لویدیځه سیمه کې د افغانستان سره سرحد ته نږدی د یوه ترانسپورتي کانتینر په منځ کی موندلي دي.

د کوټې د ښار د پولیسو قوماندان وویل دا کانتینر د افغانستان نه پاکستان ته ور دننه شوی و چې د پاکستان له لاری ایران ته رهي و.

ددې پیښې اکثر قربانیان افغانان دي.

د پولیسو صآحب منصب وویل کله چې پولیسو دا کانتینر پرانستو نو د سلو په شاو خوا کی مهاجرین پکې و.

ددې پیښې ټپیان چی اکثر یی بی هوشه دي روغتون ته رسول شوي دي او داکتران اټکل کوي چی د مړو شمیر ښایی تر دی هم زیات شي.

د چارواکو په قول په کانتینر کی ځینی مهاجر له څو ورځو راهیسي مړه پراته و.

بل پلو، پاکستاني پولیس وایی د ملگرو ملتونو هغه امریکایی کا رکونکی چې دوه میاشتې مخکی د افغانستان سره سرحدی سیمې ته نږدی یرغمل نیول شوی و، خوشی شوی دی.

په کوټې کی د پولیسو اعلی قوماندان وزیر خان ناصر خبریالانو ته وویل جان سولیکي چې د فبروري په دوهمه نیټه د بلوچستان په کوټه کې یرغمل نیول شوی و

د هغه هیواد د جنوبي سیمې په یوه کلي کی ازاد کړای شو او اوس د پولیسو تر محافظت لاندی دی.

ملگرو ملتونو ونشو کړای چی په پیل کې سمدستي د هغه د خوشي کیدو خبر تایید کړي.

خو پرون د یوه پاکستاني ژورنالست په لاس د اخیستل شویو ویدیو گانو نه دا څرگنده شوه چی ښاغلئ جن سولیکي پرون شپه په یوه موټر کی کوټې ته انتقال کړای شو.

XS
SM
MD
LG