د لاس رسي وړ اتصالات

د اېتالېې په زلزله کې تر ٩٠ کسانو نه زېات وژل شوېدی


په اېتالېا کې له لمرخاته نه مخکی، په غرنی مرکزی برخه کې ېوه قوی زلزله وشوه. ٩٠ کسان ېې ووژل او زښت ډېر نور پکی اېسار شول.

چارواکی واېې چې ښاېې د مرگ شمېر نور هم پسی زېات شی.

د دغی زلزلی مرکز د روم نه ١١٠ کېلومتره لېری شمال ختېځ لوری ته پروت دی. دغه ښار منځنېو پېړېو دی او (له اکېلاL'Aquila) نومېږی.

د امرېکا ساېنسپوهان واېې چې د رېکټر په اېساب دغه زلزله ٦ اعشارېه دری درجی سنجول شوېده. خو دا ېتالېې زلزله پوهان ېې پنځه اعشارېه اته درجی گڼی.

چارواکی واېې چې دغی زلزلی تقرېبا لس دولس واړه ښارونه ځپلی دی او تقریبا سل زره کسان ېې بی کوره کړل.

د اېتالېې صدر اعظم سلوېو برلسکانی ددې زلزلې له امله خپل سفر روسېې ته فسخ کړ.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس واېې چې د (له اکېلا) د ښار روغتون نه خلک اېستل شوېدی ځکه ددې وېره ده چې د ودانی ېې چې د ډبرونه جوړه شوېده هسی نه چې وغورځېږی.

XS
SM
MD
LG