د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امرېکا له اسلام سره په جنگ اخته نده


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې چې دده هېواد او ترکېه د غېر مذهبی حکومتونو د شراکت او همکاری ېو داسی مثال قاېمولی شی چې د اسلامی نړی او غرب ترمنځ د ېوه پله حېثېت ولری.

هغه په انقره کې دترکېې له صدر اعظم عبدالله گل سره خبری کولی.

ښاغلی اوباما ووېل چې دادواړه هېوادونه د ترهگری، اېران او منځنی ختېځ د سولی په برخه کې همکاری کولی شی.

د ناټو ددغه انډېوال هېواد سره د امرېکا اړېکی په دې نېژدی کلونوکې ترېنگلی دی.

د امرېکا مشر د ترکېې پارلېمان ته وروسته ووېل چې دواړه ملتونه له اقتصادی ستونزو، افراطېت او وسلو دخپروېدلو له ستونزو سره مخامخ دی.

اوباما ووېل چې ېو ملت هم له دې ستونزو سره په ېوازې ځان مقابله نشی کولی. ښاغلی اوباما ووېل چې ترکېه چې دنفوس اکثرېت ېې مسلمانان دی، هغه هېواد ندی چې غرب او شرق سره بېلوی، بلکه هغه هېواد دی چې ختېځ او لوېدېځ پکی سره ېوځای کېږی.

ښاغلی اوباما د ترکېې ددغه پېشنهاد قوی ملاتړ وکړ چې واېې په اوروپاېې اتحآد کې غړېتوب ولری. اوباما د ترکېې او ارمېنېا ترمنځ د متنازع فېه اړېکو په باب ووېل چې ده په دې برخه کې خپله نظرېه نده بدله کړی چې د عثمانی امپراتوری په وخت کې چې عثمانی ترکانو دارمېنېا خلک وژلی هغه ېو قتل عام و.

ښاغلی عبدالله گل د ترکېې د پالېسی پر بنا د قتل عام اصطلاح رد کړله او وېل چې دا ېوه تارېخی مسله نه قانونی مسله.

هغه ووېل دې به دترکېې ارشېف هرچاته پرانېستی پرېږدی که څوک غواړی په دې برخه کې تحقېقات وکړی. هغه ووېل چې ترکېه به د څېړنو نتېجه ومنی.

ښاغلی اوباما په خپلو خبرو کې د ترکېې پارلېمان وستاېه چې د کردانو حقوقو منی . په دې برخه کې د کردانو په ژبه دخپرونو محدودېت لېری کړی شوېدی.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما اعلان کړېدی چې امرېکا له اسلام سره په جنگ اخته نده. د ترکېې د پارلېمان غړېو، نن ددوشنبی په ورځ په انقره کې په دې خاطر، د جمهور رئېس براک اوباما تود هرکلی وکړ چې هغه له اسلامی نړۍ سره دهمکاری خواست وکړ.

د ترکېې له پارلېمان سره په خبرو کې، ښاغلی اوباما داخبره ومنله چې په دې نېژدی کلونوکې د واشنگټن اړېکی له ترکېې اونورو ډېرو هېوادونو سره چې په اسلام باندی پکی عمل کېږی، ترېنگلی وې.

رپوټ واېې چې د امرېکا ضد احساسات د پخوانی جمهور رئېس جورج ډبلېو بش په وخت کې زېات سول. ېوشمېر امنېتی ماهران واېې چې هغه سلوک چې د بش حکومت له مشکوکو ترورېستانو سره کاوه؛ او په عراق کې جنگ له دې سره مرسته کوله چې دجهادنوي پلوېان او پېروان راجلب شی.

د دوشنبی په ورځ ښاغلی اوباما ووېل چې امرېکا له اسلامی نړۍ سره ملگرتېا اوشراکت د افراطېت د مخنېوی په مقابل کې مهم بولی؛ ځکه د ټولو عقاېدو خلک افراطېت ردوی.

د امرېکا جمهور رئېس ووېل چې له اسلامی نړۍ سره ملگرتېا اوشراکت به ېوازې د القاعده پرمخالفت باندی بنانه وی.

اوباما ووېل چې واشنگټن له مسلمانانو سره داسی پراخه اړېکی غواړی چې د مشترکو گټو او گډ درناوی پر بنسټ ولاړې وې. هغه ووېل چې د ډېرو پېړېو په ترڅ کې، اسلامی عقېدې په نړی کې گټور نقش لرلی دی او امرېکا ته امرېکا ېې مسلمانانو غنا وربښلی ده.
هغه داهم ووېل چې دی دهغوامرېکا ېانو له جملی نه دی چې په کورنې کې ېې مسلمانان دی او ېا په داسی هېواد کې اوسېدلی دی چې اکثرېت ېې مسلمانان دی.
ښاغلی اوباما په خپله په ماشومتوب کې په اندونېزېا کې اوسېدلی دی. دهغه ېوشمېر خپلوان په کېنېا کې مسلمانان دی.

توقع ده چې دامرېکا جمهوررئېس په هغه کنفرانس کې دلنډ وخت لپاره گډون وکړی چې په دې اونی کې ېې ترکېه دکوربه هېواد په توگه دکولتورونو ترمنځ د تفاهم د پرمختگ لپاره جوړوی.

رپوټ واېې چې داېران پخوانی جمهوررئېس محمد خاتمی به هم په دغه کنفرنس کې چې(د تمدنونو اتحآد ېا Alliance of Civilizations ) نومېږی گډون وکړی.

له دې سره دا اټکلونه هم کېږی چې ښاېې داېران مطبوعات له اوباما سره ملاقات وکړی. خو امرېکا ددې مسلی په امکان باندی خبری ندی کړی.

XS
SM
MD
LG