د لاس رسي وړ اتصالات

مکرنن: کلونه په کار دي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزل شي


په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو جگپوړي قوماندان د دوشنبې په ورځ وویل سره له دی چې په زرگونه نور عسکر افغانستان ته په همدې میاشت کې تلونکي دي، بیا هم کلونه په کار دی چی د ائتلاف ځواکونو افغان امنیتي ځواکونه ورزي.

د اردو جنرال دیوید مکرنن د ورځپاڼو مدیر مسولانو ته چې د اسوشیتید پرس په کلنۍ غونډه کې راټول شوي وو وی ویل چې وسله والو یاغیانو د پولې هاخوا د پاکستان په سرحد کې امن ځای موندلی او دا یوه پاته ستونزه ده.

جنرال مکرنن وویل اوس چې په افغانستان کې د شپیته په سلو کې د عملیاتو مسولیت افغان ځواکونه لري نو په زیاتو برخو کې د امنیت د تامینولو مسولیت همافغان پولیس په غاړه لري.

بل پلو، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف او افغان ځواکونه وایې د افغانستان په جنوب کې یې د یوی حملې په ترڅ کې څلور مشکوکه وسله وال وژلي او دوه نور یې ژوندې نیولي.

د ائتلافي قواو د دوشنبې ورځی خپره شوی اعلامیه وایې چې دوی د قندهار په جنوبي سیمه کې د بم جوړولو یو ماهر په نښه کړې و.

بله خوا د دوشنبې په ورځ په ارزگان کې د یو راکټي برید له امله یو هالنډې عسکر وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG