د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما په عراق کې دی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما په عراق کې دی. هغه ووېل چې تر اوسه پورې لاهم په عراق کې ډېر کارونه باېد سرته ورسېیږی.

ښاغلی اوباما عراق ته د ېوه نا اعلان شوی سفر په ترڅ کې ورسېده. دا لومړی ځل دی چې ښاغلی اوباما د جمهور رئېس کېدونه وروسته عراق ته سفر وکړ.

هغه له ترکېې نه عراق ته ولاړ. فقط ېو څو ساعته د هغه له رسېدونه مخکی په بغداد کې ېو موټر بم والوزول شو او اته کسان ېې ووژل.

رپوټ واېې دابم چونه د هغو شپږ و کلونو د تشنج ېادونه کوی چې پر عراق باندی د امرېکا له اشغال نه وروسته پېل شوېدی.

هغه د سوبی په کمپ کې د امرېکا له عسکرو او نظآمی مشرانو سره ملاقات وکړ. هغه به د عراق له صدر اعظم نوری المالکی سره هم په نظآمی اډه کې ملاقات وکړی او په دې به ورسره خبری وکړی چې د عراق د سېاسی ستونزی لپاره د حل لاره پېدا کاندی.

XS
SM
MD
LG