د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي څیړونکی: د پاکستاني پوځ او استخباراتو جدا گڼل اشتباه ده


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس په یوې مرکې کې ویلي، د گلبدین حکمتیار او د حقاني د ډلو سره د پاکستان د استخبارتي ادارې یا ISI اړیکې د امریکا لپاره یوه ژوره اندېښه ده.

په واشنگټن کې خارجي پالیسئ او دفاعي چارو له امریکايي څیړونکي تامس ډانلې نه پوښتنه وشوه چې د رابرټ گیټس څرگندونې به څه عواقب ولري؟

"کومه خبره چې د دفاع وزیر کړې ده، دا هغه څه دي چې په افغانستان کې ورباندې باور کیږي. حکمتیار یو عنصر دی، یو قوي شخص، جنگسالار یا یو ناوړه شخص هر څه چې یې بولی. دده سابقه ټولو ته معلومه ده او ډیر وخت د افغانستان په مسئله کې یو فعال غړی پاتې شوی دی. او یقینا د حقاني شبکه هم، مخصوصاً د حقاني زور یو خطرناک شخص په گوته شوی دی. دغه شبکې په دې وروستیو وختونو کې خپل د تشدد پیښې ډیرې زیاتې کړي دي".

ډانلې وايي، دغه دواړه ډلې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ دي. په خاص ډول په داسې حال کې چې امریکا په آینده دوبي چې د هلمند او کندهار ته نور عسکر لیږي.

د افغانستان کې خوا کې هم وخت ناوخته داسې اندېښنې ښودل شوي چې له تندروانو سره د پاکستان استخبارات روابط لري.

له څیړونکي تامس ډانلې نه پوښتنه وشوه چې د واشنگټن په تازه جوړو شویو پالیسیو کې داسې څه ویني چې امریکا به د پاکستان په اړه په آینده کې تر دې سخت دریځ غوره کړي؟

"باید ووایم. حکومت پر دې ټکي پام لري. خو زه مطمین نه یم چې دوی ددغه مشکل د حل لپاره کومه مشخصه لاره لري.

خو د پاکستان د معمول پالیسي د ISI رول او همدارنگه موږ باید د پاکستان د پوځ رول هم له پامه ونه غورځوو. د پوځ اعلی قومنداني د ISI نه د یوې وسلې په توگه کار کوي. او که څوک دغه دوه سره جدا کوي، نو فکر کوي اشتباه کوي".

ښاغلی ډانلې وايي، د پاکستان او افغانستان پر سرحدي سیمو پام په کار دی، خو دی د دواړو ملکونو د امنیت لپاره تر ټولو مهمه دا گڼي چې د مرکزي گڼ میشتو سیمو د امنیت لپار تدابیر ونیول شي.

دی وايي، تر هغو په قبایلو کې بری ممکن نه دی چې په سوات او پنجاب کې او همدارنگه د افغانستان په خوا کې د کابل، کندهار او هلمند د امنیت غم ونه خوړل شي.

له تامس ډانلې نه پوښتنه وشوه چې ځینې اندېښنې داسې ښودل شوي چې د اسلام آباد ملکي حکومت پرISI نفوذ لري. واشنگټن خپل ټول روابط د اسلام آباد له حکومت سره ساتي.آیا دا په آینده کې د مشکل سبب نه کیږي؟

"هو زه بارو لرم چې دا د مشکل سبب کیدای شي. خو د پاکستان پوځ پر ISI زیات نفوذ لري. او ددې علت چې

ISI له تروریستي شبکو سره اړیکې پیدا کړي دا دی چې دوی له ISI نه د هند په خلاف د وسلې په توگه کار اخیستی دی. په کشمیر کې روان حالت او همدارنگه پر ممبۍ باندې د تیر کال حملې چې پاکستاني ترهگرو ډلو په کې لاس درلود.

ښاغلی ډانلې وايي، د ISI له خوا چې د ترهگرو ډلو سره تماسونه نیول شوي، ددې لپاره دي چې د هند په خلاف یې د وسلې په توگه استعمال کړي. دی وايي، ددغه ډلو د جوړولو، د دوی سره مرستې کولو او ملاتړ کولو له آمله زه ویلای شم چې د پاکستان ملکي حکومت د مسئلې حل نه بلکې د مسئلې یو جز دی.

XS
SM
MD
LG