د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امریکا له اسلام سره هیڅ دښمني نه لري


نن په ترکیه کې د جمهور رئیس اوباما دویمه ورځ ده. ښاغلی اوباما وایي اروپا ته یې په خپل لومړني سفر کې د یو اسلامي هیواد په شاملولو نړی ته دا پیغام ورکړ چې امریکا له اسلام سره هیڅ دښمني نه لري.

براک اوباما د ترورزم او د عراق او افغانستان په جگړو کې د ترکیې او امریکا ترمنځ د لازیاتې همکاری غږ وکړ.

ښاغلي اوباما نن د ځوانانو سره په خبرو کې وویل چې دا به یو څه وخت ونیسي چې نړیوال د پخواني جمهور رئیس بوش او د هغه ترمنځ د رهبری تفاوتونه وویني.

جمهور رئیس اوباما یو اسلامي هیواد ته په خپل لومړني سفر کې وویل چې هغه ټولې نړی ته د یو پیغام ورکولو لپاره ترکیې ته راغلی دی.

اوباما: "زه غواړم چې په سپینه توگه دا ووایم چې امریکا له اسلام سره هیڅ دښمني نه لري او نه به یې په اینده کې ولري."

د ترکیې په پارلمان کې د جمهور رئیس اوباما د وینا تود هرکلی وشو. تر هغې وړاندې ښاغلي اوباما د ترکیې له جمهور رئیس عبدالله گل سره ولیدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د لازیاتې همکاری پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ښاغلي گل سره په یو گډ خبري کنفرانس کې جمهور رئیس اوباما وویل ترکیه او امریکا د ختیځ او لویدیځ په نژدې کولو کې ارزښتناکه رول لري.

اوباما: "موږ یوه داسي مدرنه نړیواله ټولنه جوړولی شو چې یو بل ته په احترام ولاړ وي، امنیت ولري‎ او پرمختگ وکړې. داسي ټولنه چې د تاوتریخوالي حل ولري او د کلتورونو ترمنځ د مسلو حل ولري."

جمهور رئیس اوباما وویل په ترکیه او امریکا دواړو کې مذهبي ازادي شته.

ترکیه او امریکا دواړه د ناټو غړي دي خو په عراق باندې د امریکا برید د دوی دوه اړخیزې اړیکې سړې کړې دي.

نن سبا په داسي حال کې چې امریکا افغانستان ته پاملرنه ډیره کړې ده، واشنگټن له ترکیې نه ډیرې مرستې غوښتنه کوي، ځکه چې ترکیه یوازینی اسلامي هیواد دی چې په افغانستان ځواکونه لري.

دواړو جمهور رئیسانو د ترورزم په شمول د منځني ختیځ په یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې خو جمهور ئیس عبدالله گل وویل د ترورزم پرخلاف جگړه د دواړو هیوداونو لپاره ډیره مهمه ده.

عبدالله گل: " زموږ دوه اړخیزې اړیکې به نورو جغرافیایي ساحو ته هم پراخې شي. له افغانستان نه نیولي تر قفقازه او د بالکان له سیمې نه د مینځني ختیځ تر هیوادونو پورې. موږ گډ کار کوو او په راتلونکې کې هم په گډ کار کولو باور لرو. "

جمهور رئیس اوباما دا ومنله چې د عراق جنگ د دواړو هیوادونو اړیکې سړې کړې دي خو زیاته یې کړه دواړه هیوادونه په ډیرو ساحو مشترکې گټې لري او د القاعده د ترورستي ډلې پرخلاف باید گډه مبارزه وشي.

پارلمان ته په وینا کې ښاغلي اوباما په ډاگه وویل چې امریکا به د کردستان د بیلتون غوښتونکې ډلې پرخلاف د ترکیې مرسته وکړې.

اوباما: " زه ژمنه کوم چې موږ به د کردستان د بیلتون پلویانو او یا کومې بلې ترورستي ډلې پرخلاف ستاسي همکاري وکړو."

بلخوا ترکیې ته د جمهور رئیس اوباما د دوه ورځني سفر پرمهال د انقرې او استنبول په ښارونو په بې ساري ډول ټینگ امنیتي ترتیبات نیول شوي دي.

اوباما د اوسیدو په هوټل کې د ترکیې له مفتي اغظم، د عیسویانو د ستر ملا، د ارمنی نژاده ترکانو له مشر او د سوریې د مذهبي مشر سره د لیدو پرمهال هم د هوټل د باندې گڼ مظاهره کوونکې راغونډ شوي ول.

بلخوا پرون د ورځې په پیل کې جمهو رئیس اوباما د نوې ترکیې د موسس مصطفی کمال اتاترک زیات ته ورغی او د هغه پر قبر باندې یې د گلانو گیډی کیښوده. په همدې مهال ښاغلي اوباما دا وویل چې امریکا د اروپا په ټولنه کې د ترکیې د شمولیت ملاتړ کوي.

په زیارت کې د میلمنو د یاداښوتونو په کتابچه کې اوباما ولیکل چې هغه په دې هیله دی چې کله به د اتاترک د دیموکراسی د نظریې سره مرسته وکړې.

XS
SM
MD
LG