د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او پاکستان خپلو کې اعتماد غواړي


د پاکستان او امرېکا چارواکی په دې ضرورت ټېنگار کوی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اعتبار ته ضرورت دی چې په پاکستان کې دالقاعده او طالبانو له زېاتېدونکې خطر سره مقابله وکړلی شی.

د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی نن د سه شنبی په ورځ د خپل هېواد لپاره دامرېکا مرستی وستاېلی خو هغه ووېل چې د پالېسی په برخه کې ډېر مهم اختلافات ولایتی دی.

هغه د پاکستان مخالفت د بې پېلوټه الوتکېو په واسطه د امرېکا د توغندېو له حملو سره څرگند کړ. امرېکا په پاکستان کې په بې پېلوټه الوتکېو باندی په قبېلوی سېمو کې دافراطېانو خلاف دتوغندېو حملی کړېدی.

ښاغلی قرېشی: "موږ د بې پېلوټه الوتېکو په باب خبری وکړی. پکار ده چې په دې برخه کې سپېنه خبره وکړم. په دې برخه کې زموږ او ددوی ترمنځ خلا موجوده ده. زموږ او ددوی ترمنځ خلا ده. اوزه به دا خلا ډکه کړم. او موږ به په دې برخه کې خپل کوشش ته ادامه ورکړو کله چې موږ په واشنگټن کې سره ملاقات وکړو."

د پاکستان خارجه وزېر په هغه څه هم خبری وکړی چې پاکستان ورته په اصطلاح سره لېکه واېې او داېې ووېل چې د امرېکا حکومت هغه ومنله.

هغه د سری لېکی په باب ووېل: " ېوخارجی عسکر به هم دپاکستان خاوری ته نه دا خلېږی. موږ دانشو منلی. هغوی دا خبره په ډې قاطعېت او صراحت باندی اعلان کړله. او هغوی د پاکستان نظر ته په دې برخه کې احترام لري."

ښاغلی قرېشی دا خبری وروسته له هغه نه وکړلی چې د امرېکا له خاص استاځی رېچرد هالبروک او د امرېکا د لوېود رستېزانو د کومېټی له رئېس ماېک مولېن سره ېې ددوشنبی په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.

رپوټ واېې چې د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری هم د امرېکا له چارواکېو سره ملاقات وکړ.

هغه په ېوه خپاره شوی خبر لېک کې ووېل چې پاکستان د افراطېت په له منځه وړلو کې متعهد دی او داکار بې له قېد اوشرطه د نړېوالی ټولنی مرستی ته په ډېره پراخه توگه ضرورت لری.

ښاغلی زرداری ووېل چې د پاکستان حکومت به د افراطېانو د فشار په مقابل کې تسلېم نشی او پکار ده چې د خبرو اترو بهېر د نظامی حل ترڅنگه پېل شی.

رپوټ واېې چې تر اوسه پورې د پاکستان په قبېلوی سېموکې د القاعده او طالبانو پراهدافو باندی لږ تر لږه د توغندیو دېرش حملی د تېر کال په دوران کې شوېدی.

د امرېکا نظامی چارواکیو د ابرېدونه ندی تصدېق کړي.

رپوټ واېې معمولا دا برېدونه له افغانستان څخه د وسله والو قواو او امرېکا د مرکزی استخباراتو د اداری (CIA) له خوا نه سرته رسېږی.

XS
SM
MD
LG