د لاس رسي وړ اتصالات

رومانیایی عسکر د سړک د غاړی په بم ووژل شو او څلور تنه نوریی زخمی شوېدی 


د رومانېې د دفاع وزارت واېې چې ددوی ېو عسکر د سړک دغاړی په بم وژل شوېدی او څلور تنه نوریی زخمی شوېدی.

ددفاع وزارت چارواکی واېې چې د سه شنبی په ورځ د دغو عسکرو په موټر باندی په کندهار کې بم وچاود.

د امرېکا پوځ واېې چې دوی او د افغانستان قواو د هېواد په جنوب کې په ېوه چپاوکې څلور مشکوک جگړه ماران وژلی دی او دوه تنه نورېې نېولی دی.

د امرېکا په مشرۍ نړېوالو اېتلافی قواو ېو خبر لېک واېې چې ددوشنبی په ورځ دوی د طالبانو د بم جوړونی پرېوه مرکز باندی په کندهار کې چپاو وروړ.

د مرگ ژوبلی په نورو پېښو کې د سړک د غاړی د بم په ېوه چاودنه کې دهېواد په جنوب کې دناټو په مشرۍ ېوعسکر ووژل شو اودری کسان نور زخمی شول.

د دوشنبی په ورځ دهالېنډ ېو عسکر ووژل شو او پنځه تنه نور په مرکزی اوروزگان کې، دراکټونو په ېوه حمله کې زخمی شول.

رپوټ واېې دا مرگ ژوبلې په داسی وخت کې وشوی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امرېکا خاص استاځی رېچرد هالبروک او دامرېکا د لوېودرستېزانود کومېټی رېئس ماېک مولېن په کابل کې د افغانستان له معتبرو چارواکېو سره خبری کولی.

XS
SM
MD
LG