د لاس رسي وړ اتصالات

د اېتالېې د زلزلې د مړېو شمېر تر ٢٠٠ نه زېات شوېدی


د زلزلې وروستېو ټکانونو د اېتالېې د له اکېلا لرغونی ښار چې په مرکزی اېتالېا کې پروت لړزولی دی.

ددوشنبی د ورځی راهېسی ددغی زلزلې د مړېو شمېر تر ٢٠٠ نه زېات شوېدی. رپوټ واېې چې د روم ښار له دغی زلزلی نه تقرېبا سل کېلو متره لېری دی خو د ددغی زلزلې ټکانونه هلته هم احساش شول.

ددغې زلزلې د وروستی ټکان قوت د زلزله سنج ېا رېکټر په اېساب څلور اعشارېه نهه درجی سنجول شوېدی.

رپوټ واېې چې د ژغورنی کارگران او ژوندی پاتی شوې کسان په دغه نړېدلی ښار کې ستر دېوالونه ېې لرل په پرېشانی او وارخطآېې باندی له لوېدلو دېوالونو، ډبرو او لرگېونه د زلزلې په قربانېانو پسی لټه کوی.

د اېتالېې صدر اعظم سېلېو برلسکانی واېې چې تر اوسه پورې ٢٠٧کسان مړه شوېدی. خو پنځه لس تنه لا تر اوسه پورې لادرکه دی.

هغه ووېل چې ١٥٠کسان د زلزلې له تخرېب شوېو کورونو نه، د زلزلی له پېل راهېسی ژوندی را اېستل شوېدی. دا زلزله د دوشنبی په ورځ له لمرخاته نه مخکی پېل شوه.

د اېتالېې صدر اعظم سېلوېو برلسکانی وعده وکړله چې هېڅوک به په ځاې پرېنښودل شی هغه روسېې ته خپل پلان شوی سفر فسخ کړ او دا بروزو په سېمه کې ېې اضطراری حالات اعلان کړل.

په دغه سېمه کې ېوشمېر کلی او ښارگوټی زلزلې سخت ځپلې اواوار کړېدی.

XS
SM
MD
LG