د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: پر نوي جنجالي قانون غور کوو


د افغانستان چارواکی واېې چې ښاغلی کرزی به هغه متنازع فېه قانون په بشپړ ډول وگوری چې واېې د ښځې او خاوند ترمنځ جنسی مقاربت په زور باندی قانونی کولی شی او په افغانستان کې د ښځو حقوق محدودوی.

د ښاغلی کرزی نطاق هماېون حمېد زاده ووېل چې جمهور رئېس دېته متعهد دی چې اساسی قانون تعمېل کړی چې ښځو او نارېنه و ته برابر حقوق ورکوی.

ښاغلی کرزی د شنبی په ورځ ووېل چې دعدلېې وزارت به دا قانون په غور او احتېاط مطالعه کړی او که داندېښنی وړ مساېل به بېرته پارلېمان ته ولېږی.

رپوټ واېې چې ددغه قانون په سبب د افغانستان په جمهور رئېس باندی سخت نړېوال انتقادونه وشول.

ددغه قانون مقصد دادی چې په افغانستان کې د شېعه اوسېدونکیو کورنی ژوند منظم کړی.

د ملگرو ملتونو د بشری حقوقو رئېس واېې چې دا قانون ښځې له دېنه اېساروی چې دخاوندانو د جنسی مقاربت غوښتنه ردنکړی. مگرداچی ناروغه وی. او له کورنه هم دخپل خاوند له اجازی نه پرته نشی وتلی.

ښاغلی کرزی د شنبی په ورځ ووېل چې دی په اندېښنو باندی پوهېږی خو ښاېې چې د هغو سبب ېا نامناسبه ترجمه وی او ېا نامناسب تعبېروی.

هغه ووېل چې ده دا سند مطالعه کړېدی او دده په نظر ددغه انتقاد څرگندونه نه کوی.

د افغانستان د پارلېمان ېو شمېر غړی واېې چې ددغه قانون وروستی مسوده ډېر تعدېلات لری او په هغو کې ښځې ته اجازه ده چې د خاوند له کورنه بې له اجازی نه بهر ولاړه شی او همدا رنگه د خپل خاوند غوښتنه د جنسی مقاربت په برخه کې رد کاندی.

XS
SM
MD
LG